Connect with us

تازه خبرونه

اووه کورني هوايي شرکتونه دیوالي شول

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د هوايي شرکتونو د ټولنې رييس وايي؛ ناامنیو، د حکومت د ملاتړ نشتوالي، اقتصادي ستونزو او د پرانیستي آسمان سیاست اووه کورني هوايي شرکتونه له کاره وغورزول او پر ځای یې بهرنيو شرکتونو فعالیت پیل کړی دی.

په افغانستان کې له دوه زره لومړي کال را وروسته اته کورنیو خصوصي شرکتونو کار پیل کړ.

د افغانستان د هوايي شرکتونو د ټولنې مسوولین وايي، چې اووه خصوصي شرکتونه( صافي، پامیر، افق، افغان جیت، فضا ایر، کابل ایر او خراسان) د ناامنیو او د دولت د ملاتړ د نشتوالي له کبله له کاره ولویدل، چې اوس یوازې یو کورنی خصوصي شرکت کام ایر او آریانا شرکت شرکت فعال دي.

د هوايي شرکتونو د ټولنې رييس فرید پیکار وایي: ناامني، د حکومت د ملاتړ نشتوالي، د پرانیستي آسمان سیاست او اقتصادي ستونزو اووه کورني هوايي شرکتونه له کاره وغورزول او پر ځای یې بهرنيو شرکتونو فعالیت پیل کړی دی.

د دغو شرکتونو له کاره لویدلو بهرنیو شرکتونو ته د کار زمینه برابره کړې ده. همدا اوس ۹ بهرني شرکتونه کار کوي او د کورنیو خصوصي شرکتونو ځایناستي شوي دي.

د تکتونو د بیو لوړیدل او د سلګونه خلکو بیکاره کیدل د دغو شرکتونو د ماتې ستر لاملونه دي.

د یو خصوصي شرکت کارکوونکي عبدالرشید نومي آریانا نیوز ته ویلي؛ له هغه وخته، چې خصوصي شرکتونه دیوالي شول د تکتونو بیې هم لوړې شوې دي.

د خصوصي شرکتونو یو بل کارکوونکي احمد ویلي، چې بهرنیو شرکتونو د خصوصي شرکتونو ځای نیولی دی.

کام ایر شرکت سره له دې، چې تېرکال ډېر زیانمن شو؛ خو بیا یې هم وکولی شول له بشري او مالي زیان سره سره خپل شتوان د هېواد په هوایي لیکه کې خوندي کړ.  

د هوايي چلند خپلواکې ادارې په دې اړه چوپتیا غوره وګڼله او تر دې دمه یې څه نه دي ویلي.

خبریاله: سمیرا ظفري

Advertisement

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!