تازه خبرونه
سوله د مرکزي او جنوبي آسیا ترمنځ تړلي شیریانونه خلاصوي
که په افغانستان کې د سولې وروستۍ پیل شوې هڅې پایلې ته ورسیږي؛ د مرکزي او جنوبي آسیا هېوادونو ترمنځ به هغه تړلي اقتصادي شیریانونه پرانستل شي، چې اوس خلاص ندي.
د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي همکاریو مرستیاله وايي، چې د افغانستان د سولې د راتلو لپاره وروستۍ هڅي کولی شي په سیمه ییزه کچه د هغو پروژو پلي کول چټک کړي، چې تر اوسه يي کارونه ندي بشپړ شوي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله عادله راز وايي، د سیمې ګاونډ هېوادونه پوه شوي، چي د افغانستان سوله کولی شي په سیمه کې مثبتې اقتصادي اغېزې رامنځته او ورسره ګډې ګټي بشپړې کړي.
ښاغلې راز زیاته کړې: د سولې د خبرو وروستیو هڅو ته، په ځانګړي توګه له اقتصادي اړخه هیلې ډېرې شوې دي.
د هېواد صنعتکاران هم وايي، که له وسلوالو مخالفانو سره د سولې د خبرو روانه لړۍ پرمختګ وکړي د افغانستان په ګډون به سیمه له اقتصادي بحران څخه ووځي او افغانستان به په رښتیني توګه د سیمې د ترانزیت پر ډاډمنې او لنډې لار بدل شي.
د صنایعو او کانونو د خونې مرستیال سخي احمد پیمان وایي: د سولې خبرې که پایله ورکړي؛ نو هېواد به مو ډېر ژر له اقتصادي بحرانه راووځي او د سیمې هېوادونه به هم له اقتصادي ستونزو خلاص شي.
د اقتصادي چارو کار پوهان بیا وايي، افغان حکومت باید په افغانستان او سیمه کې د اقتصادي تحرکاتو لپاره د سولې بهیر د پلي کولو لپاره ډېر کار وکړي، چې په هېواد کې مو اقتصادي فعالیتونه پراخ شي.
اقتصادي کارپوه فضل المالک نیازی وایي: که په افغانستان کې سوله راشي؛ اړینه ده، چې ورسره به اقتصادي خوزښت هم راځي او لدې سره به د مرکزي او جنوبي آسیا ترمنځ اړیکې هم پراخې او سيمه به د ثبات لرونکې شي.
د یادوني وړده، چي د مرکزي او جنوبي آسیا ترمنځ سترې اقتصادي پروژې لکه ټاپي، کاسا زر او داسې نورې هم شته؛ خو د ناامنیو له کبله يي چاري پڅې پرمخ روانې دي.
که سوله رامنځته شي؛ نو د شته پروژو د پلي کیدو چارې به ګړندۍ او ملي اقتتصاد به مو زیاته وده وکړي.
خبریال: اسلم حجاب
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه3 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ1 day ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
نړۍ3 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
لوبی4 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه3 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی3 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
لوبی1 day ago
اټکانرژۍ لوبډلې په نهمه سیالۍ کې سرخپوشانخوافي ته ۱ـ ۰ ماتې ورکړه
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ