عاجل خبرونه

سولې ته د رسیدو په هڅو کې حزب د حکومت مرسته کوي

(Last Updated On: July 06, 2017 5:59 pm)

د حزب اسلامي مشر  گلبدین حکمتیار د پنجشنې پر ورځ په کابل کې یوې خبري ناستې ته په ډاګه کړې، چې د سولې په تړون کې هیڅ داسې جمله نه ده راغلي، چې دی د ملي وحدت حکومت  پر ملاتړ مکلف کړي؛ خو سولې ته د رسیدو په لار کې د حکومت مرسته کوي.

د هېواد په شمال کې وسلوالو ته د بهرنیو هېوادونو په ځانګړې توګه روسیې لخوا د وسلو د ورکړې رپوټونه تل د حکومت لخوا رد شوي دي.

د حزب اسلامي مشر حکمتیار په دې اړه وایي؛ لکه څنګه، چې زه اندېښمن یم، دغه راز د شمال اوسیدونکي هم د وسلو له وېش اندېښمن شوي دي. دولت ښه پوهیږي، چې کوم هېواد په شمال کې وسلوالو مخالفینو ته وسلې ورکوي.

د نوموړي دغه راز څرګنده کړه، چې د نوي ائتلاف په جوړیدو اندیښمن نه دی؛ خو هیله یې دا ده، چې دغه ائتلاف د افغانستان د ګټو لپاره وي.

د حزب مشر زیاتوي، ښه به دا وه، چې دغه ائتلاف په هېواد کې دننه رامنځته شوی وای.

مخکې له دې نوموړي د دې ائتلاف په جوړېدو نیوکه کړې وه، او ویلي یې و چې که هر څوک د نظام  ړنګولو هڅه وکړي، له ده سره به طرف وي.

About Ariana News

Check Also

د هند اعلان شوې مرستې به د اقتصادي پراختیا لامل شي

(Last Updated On: September 20, 2018 4:55 pm) د هېواد د سوداګرۍ نړیوالې خونې مسوولین …