عاجل خبرونه

غني او ترمپ به په سعودي عربستان کې لیدنه ولري

(Last Updated On: مې 20, 2017)

ghani-congratulates-trump

ټاکل شوې، چې ولسمشر محمد اشرف غني به نن په سعودي عربستان کې د ترورزم په وړاندې د نړیوالې مبارزې د غونډې په څنده کې د امریکا له ولسمشر دونالد ترمپ سره یوه کاري لیدنه ولري.

دغه غونډه د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې تر سره کیدونکې ده.

د دې غونډې موخه د سخت دریځۍ او ترهگرو ډلو پر ضد مبارزه ده.

 ښاغلی غني هڅه کوي؛ نړیوالو ته یو څرگند پیغام ورسوي، چې ترهگري نه یوازې افغانستان ته گواښ دی، بلکې هغه ټولې نړۍ ته یو خطر دی.

ولسمشرۍ په ډاګه کړې، چې افغان ولسمشر غني او ترمپ به د د افغانستان په اړه د امریکا د نوې ستراتیژۍ په اړه هر اړخیز بحث هم وکړي.

ریاض به نن او سبا د اسلامي هېوادونو د دغې نړیوالې ناستې کوربتوب کوي.

ویل کیږي، چې امریکا به په روانه اوونۍ کې د افغانستان په اړه  د ترمپ نوې ستراتیژي هم اعلام کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د مالیې وزیر اکلیل حکیمي د پنجشنبې په ورځ په ریاض کې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو له وزیر سره د سولې د بهیر په اړه، چې د ریاض له خوا تمویلیږي خبرې وکړې.

About Ariana News

Check Also

خلیلزاد د ولسمشریزو ټاکنو د ځنډیدو وړداندیز کړی

(Last Updated On: نوومبر 13, 2018) وال ستریت ژورنال په ډاګه کړې، چې، ترمپ د …