عاجل خبرونه

صدیق صدیقي د حکومت د رسنیو په مرکز کې د رییس په توګه دنده پیل کړه

(Last Updated On: March 18, 2017)

 

CfHs02MXIAAd0jp

د کورنیو چارو وزارت پخواني ویاند صدیق صدیقي د حکومت د رسنیو په مرکز کې د رییس په توګه نوې دنده پیل کړه.

د ولسمشرۍ سرپرست ویاند سید شاه حسین مرتضوي دغه ریاست ته د نوموړي د ورپېژندلو پر مهال وویل، چې په هېواد کې د تاوده جنګ تر څنګ تبلیغاتي جنګ د دښمنانو په له منځه وړلو کې ستره ونډه لري.

د حکومت د رسنیو مرکز رییس صدیق صدیقي وايي، چې هڅه به وکړم، چې دا مرکز د هېواد د رسنیو پر ستر خبري مرکز واړوم.

صدیق صدیقي له دې مخکې د کورنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس او د دې وزارت ویاند و، چې نن( کب ۲۸) د حکومت د رسنیو مرکز رییس ټاکل شوی دی.

About Ariana News

Avatar

Check Also

محمد شرف غني یو ځل بیا د ولسمشریزو ټاکنو ګټونکی شو

(Last Updated On: February 18, 2020) د ټاکنو خپلواک کميسيون د ۱۳۹۸ لمریز هجري کال …