صالح محمد محمدي د سنوکر نړیوالې سیالۍ په بریا پيل کړې

(Last Updated On: نوومبر 19, 2018)

د هېواد د سنوکر لوبغاړي صالح محمد محمدي په خپله لومړۍ لوبه کې خپل آسترالیایي سیال ته ماتی ورکړه او په خپله دوه یمه لوبه کې به په ښه روحیه ولوبیږي.

په پام کي ده، چي ښاغلی محمدي به په خپله دوه یمه لوبه کي د خپل اتریشي سیال په وړاندی د لوبې ډګر ته ووخي.

د دې سیالیو په لړ کې نن شپه رییس خان سینزی له خپل آفریقایي سیال سره لوبه لري او مری بل افغان لوبغاړی له تایلیندي لوبغاړي سره سبا لوبه لري.

د سنوکر نړیوالې لوبې د ۳۲ هېوادونو څخه د ۱۴۹سنوکر لوبغاړیو په ګډون د میانمار په کوربتوب ترسره کیږي، چې افغانستان د درې استازیو په حضور په دې سیالیو کې ګډون کوي.

About Ariana News

Check Also

حکومت د سولې عالي مشورتي بورد غړي اعلام کړل

(Last Updated On: دسمبر 11, 2018) د افغانستان د ملي امنیت شورا په ډاګه کړې، …