عاجل خبرونه

بیات بنیاد په اندراګاندي روغتون کې د ۱۰۰ بستریز روغتون د جوړولو کار پیل کړ

(Last Updated On: اپریل 2, 2018)

د کابل په اندراګاندي روغتون کې د مور او ماشوم د ناروغیو د درملنې لپاره د( ولادي او ماشومانو) د سل بستریز روغتون د جوړولو کار د بیات بنیاد د لوی مشر احسان الله بیات، د عامې روغتیا د وزیر او یو شمېر حکومتي چارواکو لخوا پیل شو.

دغه څلور پوړیزه روغتون به ۴۸ خونې ولري، چې په پرمختللیو او معیاري طبي وسایلو او امکاناتو به سمبال وي. دغه راز به په کې د سختو ناروغیو د درملنې زمینه هم برابره شي.

د بیات بنیاد لوی مشر داکتر احسان الله بیات وايي، چې په دغه روغتون کې به د میندو او ماشومانو د سختو او پیچلو سرطاني ناروغیو درملنه کیږي او عامې روغیتا وزارت ته به ډالۍ او وسپارل شي.  

د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز وايي، چې د ولادي او ماشومانو روغتون له جوړیدو سره به د هغو ناروغیو درملنه شونې شي، چې له دې مخکې یې په افغانستان کې علاج ناشونی و.

 د ښاغلي فیروز په وینا؛ د دغه روغتون له جوړیدو وروسته به میندې او ماشومان اړ نه وي، چې بهر ته د درملنې لپاره ولاړ شي.  

 د اجرائيه ریاست لومړی مرستیال محمد خان بیات بنیاد هېوادوالو ته د خدمت یوه ښه بېلګه ګني او د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د دغه بنسټ پانګونه ستايي او وایي، چې دغه بنسټ کورني او بهرني پانګوال هم پانګونې ته هڅولي دي.

د اندراګاندي روغتون ريیس نورالحق یوسفي وایي: دا روغتون به د اندراګاندي د ماشوم روغتیا انستیتوت د مور او ماشوم د روغتیا پر انستیتوت بدل کړي. دا د دې روغتون یوه بنسټیزه غوښتنه وه او د دې روغتون د پرسونل د اړتیا لیدلوری ګڼل کیږي.

بیات بنیاد په تېره یوه نیمه لسیزه کې دیارلس روغتونونه او روغتیايي مرکزونه جوړ کړي او څو دولتي روغتونونه یې بیا رغولې او طبي مرستې یې ور سره کړي دي.

خبریال: شبیراحمد صالح

About Ariana News

Check Also

ولسمشر په پروان ولایت کې د دوه پروژو پرانسته وکړه

(Last Updated On: اکتوبر 15, 2018) د هېواد ولسمشر اشرف غني د دوشنبې پر ورځ …