تازه خبرونه
انس حقاني د امریکایي پوهنتون له دوه استادانو سره تبادله شوی ندی-طالبان
طالب ویاند تائید کړه، چې د طالبانو د درې بندي غړیو او د افغانستان د امریکایي پوهنتون د دوه استادانو تبادله نده شوې او همدارنګه قطر ته یې هم لیږد رالیږد ردوي.
د سې شنبې پر ورځ( د لړم ۱۴) ولسمشر اشرف غني د حکومتي مشرانو سره راڅرګند شو او د انس حقاني، حافظ رشید او مالي خان د خوشې کیدو خبره یې وکړه، چې په وینا یې د افغانستان د امریکایي پوهنتون د دوه استادانو د آزادیدو په بدل کې به خوشې شي؛ خو دا خبره تر اوسه نده عملي شوې.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد آریانا نیوز ته په ډاګه کړې؛ ټاکل شوې وه، چې څلور ورځې مخکې انس حقاني، حافظ عبدالرشید او مالي خان قطر ته رالیږدول شوي وای او د پوهنتون استادان هم د افغانستان په خاوره کې امریکایانو ته تسلیم شوي وای؛ خو تر اوسه د ناڅرګندو دلایلو له کبله دا معامله نه ده شوې.
طالب ویاند قطر ته د دې درې طالب چارواکو لیږد او بګرام ته یې بېرته رالیږد هم ردوي.
نوموړي زیاته کړې، چې دا درې کسان اوس هم په بګرام کې دي او د پوهنتون استادان هم له طالبانو سره.
د طالبانو د نظام د المپیک کمیتې رییس عبدالشکور مطمئن ویلي، چې د امدیکایي پوهنتون له دوه استادانو سره د ۸۰ طالبانو د تبادلې غوښتنه شوې وه؛ خو د افغانستان حکومت د درې کسانو د خوشې کولو امر ورکړ.
د هېواد لومړۍ میرمن رولا غني مني، چې د بندیانو تبادله نده شوې او په خبره یې د پوهنتون دوه استادان به هم خوشې نشي.
د امریکا د سولې په انستیتوت کې د هېواد لومړۍ میرمن تائیدوي، چې تر دې دمه په افغانستان کې د امریکایي پوهنتون دوه استادان له درې طالب بندیانو سره تبادله شوي ندي او ښایي په خبره یې دوه استادان، چې یو یې امریکایي او بل استرالیایي دی؛ آزاد نشي.
رولا غني ويلي، نه پوهیږي، چې ولې د بندیانو تبادله ناکامه شوه.
نوموړې وایي: وضعیت ډېر پېچلی دی او ساده ندی. لکه مو، چې وویل دا کار ونشو. ډاډه نه یم، چې ولې دا کار ونشو؛ خو ښایي یوه لوري پر خپلو ژمنو عمل نه وي کړی او له بده مرغه به د امریکایي پوهنتون دوه استادان خوشې نشي.
امریکا، افغان حکومت او طالبان نه وایي، چې ولې د بندیانو دا تبادله ناکامه شوه.
دا په داسې حال کې ده، چې یو شمېر هېوادوالو په کابل کې د جمعې پر ورځ(د لړم ۲۴) د طالب بندیانو د خوشې کیدو پر ضد اعتراضي لاریو تر سره کړ او وایي؛ حکومت د انس حقاني پر خوشې کولو، چې لسګونه هېوادوال یې وژلي؛ ستر ملي خیانت تر سره کړی دی.
انس حقاني د حقاني شبکې د رییس او د طالبانو د مرستیال سراج الدین حقاني ورور دی. مالي خان هم د حقاني شبکې د مشر ماما او حافظ عبدالرشید هم د ځانمرګو بریدونو مسوولیت پر غاړه درلود. دې شبکې په افغانستان کې خطرناک، پېچلي او خونړي بریدونه تر سره کړي دي.
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه3 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ5 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
تازه خبرونه5 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
نړۍ3 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
نړۍ1 day ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
لوبی4 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه3 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی3 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ