Connect with us

تازه خبرونه

ترمپ په افغانستان کې له داعش سره په مبارزه کې د همکارۍ غوښتنه کړې

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د امریکا ولسمشر په خپلو تازه څرګندونو کې د نړۍ او سیمې له هېوادونو غوښتي، چې په افغانستان کې له داعش سره په مبارزه کې همکاري وکړي.

هغه له روسیې، هند، پاکستان، ایران، ترکیې او افغانستان غوښتي، چې د داعش د جرړلو په ایستلو کې اړینې هڅې وکړي.

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ ویلي؛ روسیې، افغانستان، ایران، عراق او ترکیې ته په کار ده، چې په دې وخت کې له داعش سره په مبارزه کې ګډون وکړي. مونږ خلافت سل په سلو کې له منځه وړی او ما دا کار په ډېره کمه موده کې تر سره کړ. داعش اوس د دغو هېوادونو په شاوخوا کې شته او له داعش سره یې مبارزه ند کړې. فکر نه کوم، چې نولس کاله نور به هم مونږ( په افغانستان کې) پاتې شو.

دونالد ترمپ په ښکاره د افغانستان له ګاونډ هېوادونو ګیله من دی او وایي، دا به انصاف نه وي، چې مونږ مایلونه لیرې په افغانستان کې د داعش پر ضد مبارزه وکړو او د افغانستان ګاونډیان لاس تر زنې ناست وي.

د نوموړي په وینا؛ وګورئ هندوستان هلته نږدې دی، خو مبارزه نکوي. پاکستان د افغانستان ګاونډ دی ډېره کمه مبارزه کوي. دا، چې امریکا اووه زره مایله لیرې په افغانستان کې جنګیږي دا انصاف نه دی.

پخواني افغان ولسمشر حامدکرزي له یوې هندي رسنۍ سره په خبرو کې ویلي، چې هند باید د هغې احتمالي معاملې په اړه محتاط وي، چې په وینا یې امریکا او پاکستان یې د افغان سولې په اړه کوي.

هغه څرګنده کړې؛ مونږ افغانان د پاکستان او امریکا له معاملو ډېر زیان لیدلی دی. اوس هم ډېر احتمال شته، چې اندېښنې پر ځای دي او هند باید د افغان سولې په اړه له پاکستان سره د هر ډول معاملې په اړه محتاط وي.

که څه هم له وسلوالو طالبانو سره د سولې په خبرو کې د پام وړ پرمختګونو شوي؛ خو د داعش موضوع ورځ تر بلې تودیږي.

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!