تازه خبرونه
ترمپ د افغانستان لپاره نوې تګلاره په ډاګه کړه
د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ پر سیمه ییز وخت د سې شنبې پر ورځ( دزمري ۳۱) سهار مهال د افغانستان لپاره د خپل هېواد نوې تګلاره اعلام کړه.
دونالد ټرمپ د امریکا لومړنی ولسمشر دی، چې په ښکاره له ترهګرو څخه د پاکستان د ملاتړ په وړاندې غږیږي.
د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ وایي، پاکستان تل ترهګرو ته امن پناه ځایونه ورکړي. مونږ باید د ترهګرو د بیا ځلي ظهور او خوندي ځالو مخه ونیسو، چې امریکا ته ګواښ پیښولی شي. مونږ نور په پاکستان کې د ترهګرو، طالبانو او نورو ډلو لپاره د پناه ځایونو د برابرولو په تړاو غلي نه شو پاتې کیدای، چې سیمې او نورې نړۍ ته ګواښ پیښوي.
پاکستان دغه راز هغو سازمانونو ته پناه ورکړې، چې هره ورځ زمونږ خلک وژني. مونږ پاکستان ته میلیاردونه دالر ورکړي، له دې سره پر یوه وخت هغوی هغو ترهګرو ته ځای ورکوي، چې مونږ ور سره جنګیږو.
مونږ د افغانستان د ثبات لپاره د هند له مهمو مرستو مننه کوو، مونږ له هغوي غواړو، چې د افغانستان په تړاو ډېرې مرستې وکړي، په ځانګړې توګه د اقتصادي او پراختیایی مرستو په ډګر کې.
نوموړي د نوې تګلارې په اړه په خبرو کې څرګنده کړه، چې دښمنان باید د امریکا له پلانه خبر نشي.
هغه وویل؛ مونږ نه غواړو، چې په افغانستان کې د قدرت خلا رامنځته شي او جنګ غوښتونکې ډلې واک و ځواک ته ورسیږي.
ترمپ افغانستان ته د سرتېر و د رالیږلو له جزئیاتو ورکولو ډډه وکړه؛ خو دا یې وویل، چې د افغانستان حالات به زمونږ د تګلارې اړوند سرتېري ټاکي او کړنې به مو تر سره کیږي.
نوموړي زیاته کړې، چې امریکا به د افغانستان له ملت، دولت او دفاعي ځواکونو څخه خپل ملاتړ روان ساتي؛ خو دا ملاتړ به نامحدود نه وي؛ ځکه امریکا ملت جوړونه نه کوي.
د ده په وینا؛ امریکا به ټولې ترورستي ډلې خپله موخه وګرزوي.
دا په داسې حال کې ده، چې له ترهګرو څخه د پاکستان ملاتړ د افغانستان او پاکستان پر اړیکو ناوړه اغېز کړی او جګپوړیو افغان چارواکو پاکستان ته له سفر کولو ډډه کړې ده.
افغان ولسمشر اشرف غني د ترمپ ورستی پرېکړه وستایله. هغه، چې کندهار ولایت ته په سفر تلی وایي، چې امریکا به له دې وروسته له زماني قید پرته خپلې مرستې له افغانستان سره روانې ساتي.
ولسمشر اشرف غني زیاته کړې؛ پاکستان د امریکا د نوې تګلارې له اعلام وروسته اړ دی، چې د سولې خبرو ته حاضر شي تو د دغه هېواد خلک خپل حکومت اړ کړي، چې سوله وکړي.
د اشرف غني په وینا؛ له دې وروسته به سولـه له طالبانو سره نه، له ګاونډیانو سره کیږي.
دغه راز د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس عبدالله عبدالله دغه تګلاره له ترهګرو سره د مقابلې په لار کې د سیمې له هېوادونو سره د خبرو لپاره بل فرصت بولي او وایي، چې د ترهګرو ملاتړي هېوادونه باید د ترهګرو له ملاتړ لاس واخلي.
وسلوالو طالبانو د امريکا د ولسمشر دونلد ترمپ نوې تګلاره د جگړې د غزولو په معنا بللې او گواښ يې کړی، چې د وروستي امريکايي پوځي تر شتونه به جگړه روانه ساتي.
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه4 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ2 days ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
نړۍ4 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
لوبی5 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه3 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی4 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
لوبی1 day ago
اټکانرژۍ لوبډلې په نهمه سیالۍ کې سرخپوشانخوافي ته ۱ـ ۰ ماتې ورکړه
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ