د ناتو سازمان غړيو هېوادونو پرېکړه کړي، چې له افغان امینتي ځواکونو سره به تر ۲۰۲۴ کاله همکاري جاري ساتل کیږي او د نږدي یو میلیارد دالرو نوې مرسته، به د افغان امنیتي ځواکونو پر ملاتړ او د زدکړو د مرکزونو پر جوړولو ولګول شي.
د ناتو سرمنشي وايي، د ناتوسازمان ټولو متحدینو هوکړه کړې، چې له افغانستان سره خپلې مرستې او همکاري به تر ۲۰۲۴ کاله روانه ساتي.
د ناتو سازمان به د افغانستان له پوځي ځواکونو سره په بېلا بېلو برخو کي خپله همکاري او مرستې روانې ساتي او په عملیاتو کي به هم د افغان ځواکونو هوايي ملاتړ کوي، چې پر وسلوالو مخالفانو فشار زیات شي.
د ناتو سرمنشي ینس ستولتنبرګ په ډاګه کړې، چې د ناتو سازمان به له افغان امنیتي ځانکړيو ځواکونو څخه خپل ملاتړ روان ساتي او دا ملاتړ به په بېلا بېلو برخو کې وي، چې له مخالفانو سره د مبارزي ځواک ډېر شي.
د یادوني وړده، چي د دغه سامان عمومي منشي دا هم څرګنده کړې، چي هڅه کوي د افغان دولت پر مخالفانو پوځي فشار ډېر او د سولي میز ته یې راکاږو.
خبریال: اسلم حجاب