تازه خبرونه
تر هغې، چې ګواښ وي؛ مونږ به په افغانستان کې یو- ینس ستالتنبرګ
د ناتو سرمنشي ویلي؛ دوی به تر هغې حضور ولري، چې دا هېواد امریکا او متحدینو ته نور ګواښ ونه ګڼل شي.
له امریکا سره د خبرو مهمه غوښتنه له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په تړاو ده؛ خو د ناتو سرمنشي طالبان ډاډمنوي او وایي؛ تر هغې به په افغانستان کې پاتې وي، چې طالبان امریکا او متحدینو ته ګواښ نه وي.
نوموړي د امریکا د دفاع له سرپرست وزیر سره په لیدنه کې ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونواو نورو متحدینو حضور د دې لپاره دی، چې له طالبانو سره د سولې خبرو لپاره زمینه برابره شي.
د ناتو سرمنشي ینس ستالتنبرګ وایي، طالبان به له پوځي لارې هیڅکله بریالي نشي.
هغه ټینګار کړی: مونږ به له اړتیا زیات په افغانستان کې پاتې نشوو. زمونږ موخه دا ده، چې افغانستان د ترهګرو پر ځاله بدل نشي. تر هغې، چې دې موخې ته ونه رسیږو؛ له دې هېواده به ونه وځو. هغه څه، چې مونږ یې باید اوس تر سره کړو؛ د سولې له خبرو ملاتړ دی، چې خلیلزاد یې پر مخ وړي.
د امریکا د دفاع وزارت سرپرست وایي، له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د ویستلو په اړه هیڅ راز خبرې اترې ندي شوي.
د امریکا د دفاع لنډ مهال وزیر پاتریک شاناهان وایي، چې د ناتو سرمنشي او د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په دې اړه خبرې کړې او ویلي یې دي، چې خبرې یې له طالبانو سره هیله بښوونکې وې؛ خو مونږ ته د امریکایي ځواکونو د ویستلو په تړاو هیڅ امر ندی شوی.
داسې ښکاري، چې له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته د طالبانو د حاضرولو لپاره امریکا جدي ده. د ناتو سرمنشي په پنتاګون کې د امریکا د دفاع وزارت له سرپرست سره په خبري کنفرانس کې د واشنګتن د دې دریځ طرفدار دی، چې غواړي طالبان له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته کینوي.
د ناتو سرمنشي ینس ستالتنبرګ وایي؛ مونږ څو ځله ویلي، چې زمونږ حضور په افغانستان کې د سولې لپاره د زمینې برابرولو لپاره دی. مونږ د افغان ځواکونو د روزنې، سلا مشورو او مرستې لپاره هلته یو. تر هغې، چې هغوی پخپلو پښو ودریږي او خپل مسوولیتونه په غاړه واخلي.؛ مونږ یې ملاتړ کوو.
که څه هم له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو اوازې خورې شوې دي؛ خو مخکې امریکایانو ویلي وه، چې د ځواکونو د ویستلو لپاره مهالوېش ندی جوړ شوی او تر هغې، چې افغان ځواکونه همکاریو ته اړتیا ولري، دوی به دغلته پاتې وي.
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه3 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ5 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
تازه خبرونه5 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
نړۍ3 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
لوبی4 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه3 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
نړۍ23 hours ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
لوبی3 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ