عاجل خبرونه

آصف مومند د بلخ والي له وهلو وروسته ملي امنیت ته سپارل شوی

(Last Updated On: August 15, 2017)

د بلخ د ولایتي شورا د غړي آصف مومند د کورنۍ غړیو ادعا کړې، چې نوموړی تېره شپه د بلخ  په هوایي ډګر کې د عطامحمد نور کسانو نیولی؛ لومړی د بلخ والي کور ته لیږدول شوی او بیا د والي له وهلو ټکولو وروسته ملي امنیت ته سپارل شوی دی.

د دوی په وینا؛ د بلخ والي اړوند وسلوالو په هغو عملیاتو کې، چې د آصف مومند د نیولو لپاره ترسره شوي  د ده دوه کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.  

د بلخ والي ویاند منیر فرهاد د آصف مومند وهل ټکول ردوي؛ خو وایي، چې د نوموړي د نیولو حکم دوه میاشتې مخکې صادر شوی و.

د منیر فرهاد د وینا له مخې؛ د جمعه خان همدرد ۳۰ وسلوال هوايي ډګر ته راغلي وه او د نښتې په پایله کې دوه پولیس ټپیان شوي دي.

 د کورنیو چارو وزارت د امنیتي مرستیال مراد علی مراد په مشرۍ یو پلاوی ګمارلی، چې د آصف مومند د نیونې څرنګوالی وڅېړي.

د بلخ والي د مومند د نیولو په غبرګون کې د ملي امنیت شورا سلاکار او د ملي امنیت رییس د بلخ په ناامنه کولو تورنوي؛ خو د  ملي امنیت شورا ویاند دغه  خبرې بې بنسټه بولي او وایي، د څېړنو له بشپړېدو وروسته به په دې اړه نظر ورکړي.

ځینې سرچينې وايي، چې له آصف مومند سره د ولايتي شورا یو بل غړی خير اندېش او د حزب اسلامي د قومندان جمعه خان همدرد زوی گل رحمن همدرد هم له کابله ملگري وه.

ویل کیږي، چې اصف مومند څو ورځې وړاندې په کابل کې يوې خبري ناستې ته د بلخ  پر والي عطاء محمد نور د فساد تورونه پورې کړي وه.

About Ariana News

Avatar

Check Also

په کابل کې د ایران سفارت خپل کونسلي چارې ودرول

(Last Updated On: February 24, 2020) په کابل کې د ایران سفارت نن د کب …