د لویې جرګې خیمې ته نږدې چاود نې ۱۶ کسانو ته مرګ و ژوبله رامنځته کړې

(Last Updated On: جون 4, 2018)

امنیتي سرچینو په ډاګه کړې، چې د کابل پولیتخنیک پوهنتون د لویې جرګې خیمې ته نږدې یوولس نیمې بجې چاودنه رامنځته شوې ده.

سرچینو آریانا نیوز ته ویلي، چې دغه چاودنه په داسې حال کې رامنځته شوې، چې د هېواد عالمانو شورا غړي د لویې جرګې له خیمې راوتل.

دغه راز د کابل امنیه قومندانۍ چارواکي وایي، چې په چاودنه کې ۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۹ نور ټپیان دي.

آریانا نیوز خبریال له سیمې وایي؛ پولیتخنیک پوهنتون ته ورغلې ټولې لارې، چې تړل شوي وې اوس د ترافیکو پر مخ خلاصې شوې دي.

د لویې جرګې په خیمه کې نن سهار له درې زره ډېرو عالمانو د جګړې د پای ته رسیدو په اړه څرګندونې وکړې او روانه جګړه یې نامشروع ونوموله.

ویل کیږي، چې چاودنه ځانمرګی برید و. په داسې حال کې دغه ځانمرګی برید ترسره شوی، چې دغې  ناستې ته  پوره امنیتي تدابیر نیول شوي وه. عالمانو په دې ناسته کې ځانمرګي بریدونه ناروا وګڼل. 

طالبانو د پېښې په اړه د یوې خبرپاڼې د خپرولو  تر څنګ ویلي، چې یاد برید دوی نه دی تر سره کړی.

دغه راز له یادې چاودنې وروسته د پېنځمې امنیتي حوزې د کوته سنګي په سیمه کې یو مقناطیسي ماین، چې؛ د پولیسو په رنجر کې ځای پر ځای شوی و؛ درې پولیس ټپیان کړي دي.  

About Ariana News

Check Also

د کابل پوهنتون د لیلیې زدکوونکیو نښته کړې

(Last Updated On: نوومبر 15, 2018) د کابل پوهنتون دلیلې د محصلینو ترمنځ د پنجشنې …