د ننګرهار په جلال آباد ښار کې ماین چاودنې درې کسان ټپیان کړل

(Last Updated On: April 7, 2019)

 د جلال آباد ښار په لومړۍ ناحیه کې د مقناطیسي میان چاودنې درې کسان ټپيان کړي دي.

 د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي؛ چاودنه د ټولګټو ریاست د کارکوونکیو پر یوه ډاډسن ډوله موتر د نښلیدونکي(مقناطیسي) ماین له کبله رامنځته شوې، چې په کې دوه دولتي کارکوونکي او یو ملکي وګړی ټپيان شوي دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ټپیان د درملنې لپاره د جلال آباد عامه روغتون ته لېږدول شوي او روغتیایي حالت یې د ډاډ وړ دی.

 تراوسه د دې پېښې مسوولیت چا پرغاړه ندی اخیستی.

 دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ هم په جلال آباد ښار کې درې چاودنې وشوې، چې ګڼو کسانو ته یې مرګ و ژوبله اړولې وه.

 

About Ariana News

Avatar

Check Also

زلمی خلیلزاد په بروکسل کې د ناتو له مشرانو سره مشورې کوي

(Last Updated On: January 27, 2020)د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد …