Connect with us

تازه خبرونه

د هېواد نومیالی هنرمند او ممثل حنیف هنګام خاورو ته وسپارل شو

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د افغانستان مشهور هنرمند او ممثل حنیف همګام د یکشنبې پر ورځ( د لیندۍ ۲۵) خاورو ته وسپارل شو.

ارواښاد حنیف همګام د مغزې سکتې له کبله د هند او کابل په روغتونونو کې بستري و؛ خو ژوند ور سره یاري ونکړه او تېره ورځ د شپږ پنځوس کلونو په عمر ومړ.

حنیف همګام، چې یو وخت یې په خپلو طنزیه تلویزیونې خپرونو کې د خلکو پر شونډو مسکاوې خورولې؛ اوس د ګور میلمه شو.

فلم جوړوونکی موسی رادمنش وایي: دی هغه کس و، چې د خلکو غږ یې د حکومت غوږونو ته رساوه؛ ده ډېر څه لرل او هر څه ترې نیمګړي پاتې شول.

د حنیف همګام همکار سید نبي فخري وایي: د حنیف هنګام ډېر یادونه راسره دي. ده به ویل که مې د سر زیان هم په کې وي، قانون ماتونکيو ته به ګوته نیسم او د خلکو غږ به راپورته کوم.

همګام په تېرو څو لسیزو کې د یوه خصوصي تلویزیون له لارې د زنګ خطر نومې طنزیه خپرونه چلوله.

د همګام زوی وايي، چې غواړي د خپل پلار په پله پل کیدم.

د همګام مشر زوی نظیف همګام وایي: پلار مې تل غوښتل، چې د خلکو غږ د حکومت غوږونو ته ورسوي او هغه خلک به یې تر نیوکو لاندې نیول، چې له قانونه به یې سرغړونې کولې. زه ژمنه کوم، چې د پلار لار به نیسم او نیمګړي ارمانونه به یې پوره کوم.

نوموړي دا هم ویلي، چې پلار مې داسې کومه ناروغي نلرله، چې مغزي سکته ترې وکړي؛ سمه ده مونږ یې درملنه وکړه، خو ومړ.

د همګام پر کورنۍ سربېره د هغه نږدې همکارانو او د هنر برخې ټولګیوالو هم اوښکي تویې کړې.

همګام څه نا څه شل ورځې د هند او بیا د کابل په روغتونونو کې بستر و، چې د لیندۍ پر څلیریشتمه یې ساه ورکړه او د کابل د سخي صاحب په اړوند ادیره کې خاورو ته وسپارل شو.  

ارواښاد حنیف پر ۱۳۴۱ ل کال په کابل کې پیدا شوی و؛ د کابل په غازي لیسه کې یې زدکړې وکړې او د تیاتر او سینما څانګه یې د کابل پوهنتون په ښکلیو هنرونو کې ولوسته او ترې فارغ هم شو.

خبریاله: افسون محمدي

Advertisement

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!