Connect with us

تازه خبرونه

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د رڼو ټاکنو غوښتونکې شوه

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د م.م امنیت شورا ناسته، چې پرون ترسره شوې په کې د افغانستان د ټاکنو او سولې پر بهیر خبرې وشوې؛ د نږدې ۹ میلیون رای ورکوونکیو له نوملیکني یې خوښي څرګنده کړه او د دغه هېواد له حکومت او سیاستمدارانو یې غوښتل، چې د مسوولیتونو له مخې د رڼو ټاکنو تر سره کولو ته زمینه برابره کړي.

دغه راز دې شورا له سیاسي ګوندونو وغوښتل، چې د خلکو د غوښتنو او ټاکنیزو قوانینو ملاتړ ته ژمن پاتې شي.

دا شورا د ۸ اعشاریه ۹ میلیون افغانانو نوملیکنه، چې ۳ میلیون یې ښځې دي؛ دیموکراسۍ او رڼو ټاکنو ته د تګ یو ښه زیری بولي؛ خو د یوشمېر سیاسي بهیرونو، طالبانو او داعش له هڅو، چې دا بهیر به له خنډ او ځنډ سره مخ کړي، اندېښنه ښيي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا رییس ویلي، چې: دا شورا غواړي ټاکنې له بشپړ امنیتي ډاډ سره تر سره شي؛ د هغو کسانو، چې د ټاکنو خنډ ګرزي په ځانګړي توګه د طالبانو او داعش پر وړاندې باید مبارزه وشي. مونږ دغه راز د ټولو سیاسي ډلو تخریبي هڅې، چې د ټاکنو بهیر پرلته وهي هم محکوموو.  

یاده شورا له حکومت او ټاکنیزو بنسټونو غواړي، چې تش بستونه ډک او د نوملیکنې د معلوماتي مرکز د کارونو وروستي کول چټک کړي.

که څه هم یو شمېر سیاسي بهیرونه د ټاکنو د روان بهیر د لغو کیدو غوښتونکي شوي؛ خو دا شورا له ټولو سیاسي بهیرونو غواړي، چې د ټاکنو قوانیو ته درناوی وکړي.

 د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان له خلکو وغوښتل، چې خپل سیاسي حق وکاروي او دا شورا به د دیموکراتیکې ټولنې تر جوړیدو له خلکو او حکومته ملاتړ روان ساتي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازی محمود صیقل د یوشمېر ډلو پر هغو هڅو خبرې کوي، چې غواړي ټاکنې له ننګونې سره مخ کړي.

نوموړي ویلي، چې: اوس د خلکو، حکومت، ټاکنیزو بنسټونو او ټولو سیاسي ګوندونو مسوولیت دی، چې د رڼو ټاکنو تر سره کولو ته زمینه برابره او ټاکنې تر سره شي. دغه راز داسې ډلې هم شته، چې غواړي ټاکنې وځنډوي؛ خو د افغانستان د خلکو اراده ترې غوره ده او غواړي رڼې ټاکنې پخپل وخت تر سره شي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون هم له ګوندونو سره له نږدې کیدو خبرې کوي او دا حرکت له ننګونې څخه د ټاکنو ژغورل بولي.

د ټاکنو خپلواک کمیبسیون غړی سید حفیظ الله هاشمي زیاته کړې، چې له ګوندونو سره به خبرې وشي او قناعت به یې هم تر لاسه کړي؛ ځکه د ګوندونو ټینګار به د ټاکنو د تر سره کیدو نېټه زیانمنه کړي، چې دا د خلکو په ګټه کار ندی.

د م.م د امنیت شورا دغه راز په ډاګه کړې، چې د نوماندانو پر وړاندې جنسیتي تاوتریخوالی او د ښځینه رای ورکوونکیو رایې باید حکومت ته د پاملرنې وړ وي او لږکیو ته هم باید د برخې زمینه برابره شي.

دې شورا دا ټینګار هم څرګند کړی، چې د ټاکنو بهیر به تر پایه څاري او له یوناما هم غواړي، چې تر یوې بلې میاشتې د ټاکنو په اړه دې شوراته تازه معلومات وړاندې کړي.

قتیل زوی

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!