د ننګرهار پر مستوفیت موتر بم چاودنې ۵۲ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

(Last Updated On: May 14, 2018 12:30 pm)

مسوولین وايي، لومړی د مسوفیت مخې ته د موټر بم برید شوی او وروسته څو کسه بریدګر مستوفیت ته د ننه شوې، چې په کې ۱۰ کسان وژل شوي او ۴۲ نور ټپیان دي.

 د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼي څرګنده کړې، چې بریدګرو نن غرمه مهال د مستوفیت څخه سل متره لیرې په درې خواو کې چاودیدونکي توکي هم ځای پرځای کړي وه او کله، چې سرتېري د پېښې ځای ته رسیدل ځای پرځای شویو چاودیدونکیو توکو ته به یې چاودنې ورکړي.

 مسوولین وايي، تراوسه د برید په ځای کې شپږ چاودنې شوي. د برید ځاي ته نږدې ښوونځي هم موجودي، ځکه؛ خو د پيښې ډېري قربانیان د ښوونځي زدکوونکي او د مستوفیت مراجعین دي.

د ننګرهار  د عامې روغتیا رييس داکتر نجیب الله کاموال وايي، د پېښې له ځای څخه تر اوسه د جلال آباد مرکزي روغتون ته لس مړي او دوه څلویښت ټپیان وروړل شوي، چې ډېري یې ملکي وګړي دي او د ځينو یې حالت د اندېښنې وړ دی.

داعش ډلې د دغه برید مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.

ویل کیږي، چې د حصارک ولسوال عبدالخالق د برید پرمهال د پېښې په ځای کې و؛ خو بچ شوی دی.

یوه امنیتي سرچینې، چې نه غواړي نوم یې واخستل شي آریانا نیوز ته وویل: د مستوفیت زیات کارکوونکي ژغورل شوي او خپله مستوفي هم روغ دی؛ خو د مستوفیت څلور پولیس وژل شوي.

تراوسه د دې ډله ییز برید مسوولیت رسنیو ته کومې وسلوالې ډلې پرغاړه نه دی اخستی.

خبریال: رحمت الله زیارمل

About Ariana News

Check Also

په ايران کې پر پوځي پريډ وسلوال بريد مرګ و ژوبله اړولې

(Last Updated On: September 22, 2018 2:28 pm) د ایران په جنوب اهواز ښار کې …