Connect with us

تازه خبرونه

د هېواد تازه ميوې به د هوا له لارې هند، منځنۍ آسیا او د خیلج هېوادونوته ولیږدوو

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

547398_308416252620829_71814907_n

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مسوولین وايي، چې سږکال به د هوا له لارې هند، منځنۍ آسیا او د خلیج هېوادونو ته د اتیا میلیون دالرو پر ارزښت تازه میوه ولیږدوو.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند مسافر قوقندي وايي، په روان کال کې به هڅه وشي، چې ټوله تازه میوه د هوا له لاري هندوستان او د سیمې یو شمېر نورو هیوادونو ته ولیږدوو.

د هغه په وینا؛ مونږ ته مهمه ده، چې خپل محصولات د هوا له لارې د هند او له هغه وروسته خلیج او منځنۍ آسیا هېوادو نوته ورسوو او په دې اړه مو خبري هم روانې دي.

د سوداګرۍ اوصنایعو خو نې ویاند صیام پسرلی وايي، دوه میاشتي وروسته د تازه میوو محصولات رسیږي او له حکومت سره مو په ګډه خبرې روانې دي، چې پخپل وخت د هوا له لارې مارکیتونو ته ورسیږي.

هغه زیاتوي؛ له سوداګرۍ او ترانسپورت وزارتونو سره مو خبرې رواني ساتلي، چې د میوو لیږد د هوا له لاري وکړو او تر یوه بریده سوداګرو ته حکومت سبسایدي هم ورکړې ده.

د هوايي چلند خپلواکې ادارې ویاند محمود شاه حبیبي وايي، د تازه میوې د لیږدولو لپاره پوره چمتوالی نیول شوی او کورني شرکتو نه د دې ظرفیت لري، چې دغه میوې د هوا له لارې ولیږدوي.

له تېرو پېنځه لس کلونو راهیسې هرکال د افغان میوې د محصول پروخت د پاکستان له خوا ترانزیت لارې تړل کیږي، چې د افغان سوداګرو د سترمالي زیان سبب ګرځي؛ خو افغان حکومت وايي، چې په روان کال کې به دغه ستونزه تکرارنشي او د هېواد د تازه میوې محصولات به دهوا له لارې بهرنیو بازارونو ته ورسیږي.

خبریال: اسلم حجاب

Advertisement

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!