تازه خبرونه
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان وضعیت ماتیدونکی بولي
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په فوق العاده ناسته کې د ملګرو ملتونو سرمنشي په افغانستان کې د ترهګرو په ځانګړي توګه د داعش هڅې د اندېښنې وړ بولي او وایي؛ داعش د مرکزي آسیا هېوادونو ته څرګند ګواښ دی.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیوګوترش په ډاګه کړې؛ مونږ یوازې کولی شو ثبات ته د رسیدو لپاره د کړکیچ ریښو ته ځانونه ورسوو؛ نابرابريتوب ته باید پام وشي، د نورو په منزوي کولو او تبعیض، کولی شو سوله ییزې ټولنې ولرو، چې د ترهګرو او بنسټ پالو په وړاندې مقاومت وکړي!
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر اندېښمن دی، چې افغانستان د ترهګرو پر مرکز بدل نه شي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي؛ د دې وېره شته، چې افغانستان د ترهګرو پر مرکز بدل شي، ځکه سلګونه ترهګر د سیمې او نورو هېوادونو په ملاتړ سیمې ته رسیدلي او له دې ډول یوې سناریو سره مبارزه د نړیوالې ټولنې له پرېکنده کړنو سره تړاو لري. روسیې د سیمې د امنیت او د ترهګرۍ د ګواښونو په وړاندې د مقابلې لپاره څه باندې شل میلیارد دالر پانګونه کړې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د هغو هېوادونو په دې چلند نیوکه کوي، چې د داعش په وړاندې د مبارزې لپاره له طالبانو ملاتړ کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال جان سالیون څرګنده کړې؛ له بده مرغه ځینو هېوادونو زیان اړونکې تګلارې جوړې کړي او له طالبانو په دې خاطر ملاتړ کوي، چې له داعش سره مبارزه وشي. دا تګلاره انحرافي ده. مونږ له خپلو افغان همکارانو سره د افغانستان په ختیځ کې پام وړ پرمختګونه د داعش په وړاندې مبارزه کې تر لاسه کړي. مونږ په ګډه پر داعش فشار راوستی، د هغوی د واک سیمه مو محدوده کړې او د جنګالیو یو په درېیمه برخه مو ورته له منځه وړې ده. له طالبانو ملاتړ به د جګړې د دوام سبب شي او یو ناامنه او بې ثبات چاپېریال به را منځته کړي، چې داعش به د سیمې او افغانستان د ګواښلو لپاره ترې ګټه پورته کړي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پړاوییز رییس، چې څو ورځې مخکې افغانستان ته راغلی و او په کابل کې یې له ولسمشر غني او اجرائیه رییس سره لیدلي؛ وایي، چې له افغانستان سره د بې ثباتۍ غوټه کول تېروتنه ده.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا رییس غیرات عمروف وایي، تېروتنه به وي، چې افغانستان یوازې د ناامنیو او بې ثباتیو مرکز وګڼل شي، افغانستان له جغرافیوي او بشري اړخه ښه موقعیت لري کولی شي په ګډو اقتصادي پروژو کې ځواکمن شریک وي.
د افغانستان استازی د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزی د امنیت شورا پر دې ناستې خوښ ښکاري او وایي؛ یادونه کوو، چې د ترهګرو د پټو مرکزونو په اړه د تېر په پرتله اوس نظرونه یو شوي دي. تجربې ښیي، چې ترهګري مونږ ټولو ته ګوزار راکوي او یو هېواد نه شي کولی هغه له منځه یوسي؛ ځکه، چې ورسره هر اړخیزو هڅو ته اړتیا ده.
پاکستان په دې ناسته کې افغانستان او پوځي شریکان یې د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه کې ناکام بولي.
په ملګرو ملتونو کې د پاکستان سفیره ملیحه لودي ویلي؛ له اووه لس کلونو جګړې وروسته دا ډېره روښانه ده، چې نه افغان حکومت او نه هم پوځي شریکان او نه هم افغان طالبان په دې دریځ کې نه دي، چې له پوځي لارې خپلې موخې ته ورسيږي. مونږ له طالبانو غواړو، چې تاوتریخوالی پریږدي او د سولې خبرو ته غاړه کیږدي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دغه فوق العاده ناسته په داسې حال کې جوړیږي، چې په افغانستان کې اوس هم د هرې ورځې په تېرېدو ناامني پراختیا مومي او وسلوال حتا په ښارونو کې خلک په ډله ییز ډول وژني.
خبریاله سمیرا ظفري
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه4 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ2 days ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
نړۍ4 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
لوبی5 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه4 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی2 days ago
اټکانرژۍ لوبډلې په نهمه سیالۍ کې سرخپوشانخوافي ته ۱ـ ۰ ماتې ورکړه
-
لوبی4 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
سیمه ییز خبرونه5 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ