عاجل خبرونه

د ننګرهار په خوږیاڼو کې له تېرو درې اوونیو جګړه روانه ده

(Last Updated On: October 28, 2017)

د خوږیاڼو ولسوال وایي، په دې ولسوالۍ کې له داعش سره په نښته کې طالبانو د زاوې تنګی او څپرو کلی له داعشیانو نیولي دي.

د نوموړي په وینا؛ په دې نښتو کې ښکېلو خواوو ته زیانونه رامنځته شوي او طالبانو اعلام کړی، چې ډېر ژر به دغه ولسوالي له داعشه پاکه شي.

د خوږیاڼو ولسوال مبارز خادم بادرزی وايي، له تېرو درې اوونیو نښتو زرګونه کورنۍ له سیمې بې ځایه شوي، چې ټول په بد حالت کې دي.

د نوموړي په وینا؛ د ولسوالۍ په مرکز کې د بې ځایه شویو کورنیو لپاره یوازې څه ناڅه صحي خدامات برابر شوي؛ خو د استوګنې او شپې تېرولو ځای یې سړک، ښوونځي او جوماتونه دي.

د خلکو ډک کورنه، فصلونه او ګڼ څاروي د داعش جنګیالیو ته پاتې شوي او اوس دوی یوازې د تشې سرپنا او وچې ډودۍ په لټه کې دي.

د ننګرهار امنیه قومندان جنرال عبدالرحمان رحیمي  وايي، حالت له نږدې څاري؛ خو که ولس ورسره همکاري وکړي حاضر دي، چې داعش مات کړي.

داعش درې کاله وړاندې لومړی حضور د ننګرهار په شینوارو کې وکړ او د ننګرهار هسکه مېنه، کوټ او اچین ولسوالیو ځینې سیمې یې ونیولې، چې اوسمهال یې ځینې سیمې تر ولکې لاندې دي او له ځینو سیمو شاه تګ ته اړ شول.

داعش له دې وړاندې هم په خوږیاڼیو څو ځلې پرله پسې بریدونه وکړل؛ خو په خوږیاڼیو کې یې طالبانو مقاومت وکړ او دې سیمې ته یې پرېنښودل.

خلکو ته ترټوله لویه اندېښنه داده، چې که د داعش د جنګیالیو مخنیوی ونه شي ډېر ژر به د حصارک او لوګر له لارې د کابل تر دروازو راورسیږي.

About Ariana News

Avatar

Check Also

د غزني په ده یک ولسوالۍ کې یوه مسافر وړونکې الوتکه راغورزیدلې

(Last Updated On: January 27, 2020)د غزني والي منلې، چې نن غرمه نږدې یوه بجه/ …