عاجل خبرونه

د ننګرهار د مرکز داکترانو او درمل پلورونکیو کار بندیز کړی

(Last Updated On: September 18, 2017)

په ننګرهار کې د دولتي او خصوصي روغتونو داکترانو او درمل پلورونکیو د غلا، انسان تښتونو او نا امنیو له کبله کار بندیز کړی.

د جلال آباد ښار داکتران او  درمل پلورونکي، چې د ښار د روغتیا په مارکت او ولایتي شورا کې د احتجاج په توګه په ډاګه کړه، چې د غلو، انسان تښتوونکیو او مفِسدو چارواکو له کبله یې سر او مال له خطر سره مخ دی او کار نه شي کولی.

د داکترانو د اتحادیې مرستیال داکتر حبیب الله فرهمن وايي، په تېرو درې اوونیو کې، له جلال آباد ښار څخه درې داکتران تښتول شوي؛ په دوه درمل پلورنځيو کې چاودنې شوي، د دوه داکترانو  وروڼه وژل شوي او لس نورو ته د پیسو پر سر د مرګ ګواښونه شوي.

د درمل پلورونکو د اتحادیې مشر داکتر نجیب الله صاحبزاده وایي، مسوولین  خپله له دغه حالته اندېښمن دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ مرکزي حکومت باید د خلکو اندېښنو ته منسب ځواب ووایي.

د ننګرهار ولایتي شورا مرستیال لال محمد دُرانی د داکترانو کاربندیز پرځای کار بولي او وايي، په ننګرهار کې ناامنۍ او فساد له پولو اوښتی.

د ننګرهار امنیه قومندان امنیه قومندان عبدالرحمان رحیمي مني، چې تښتونې، غلا او هدفي وژنې زیاتې شوي؛ خو څرګندوي، چې د وضعیت د بهبود لپاره شپه او ورځ کار کوي.

دمګړۍ جلال آباد کې د ټپیانو له درملنې پرته نور ټول طبي خدمات په ټپه ولاړ دي، چې ګڼې ستونزې يې پیدا کړي.

دوی د سر او مال خوندیتوب غواړي او وايي، ترهغې، چې حکومت کلک تظمین ور نه کړي،  کار بندیز نه ماتوي.  

دا په داسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ سوداګرو هم د تښتونو او غلاوو په غبرګون کې کاربندیز کړی و.

خبریال: زیارمل

About Ariana News

Avatar

Check Also

یو طالب پلاوی له روسي چارواکو سره د خبرو لپاره مسکو ته رسیدلی

(Last Updated On: September 14, 2019)رویترز خبري آژانس څرګنده کړې، چې دغه طالب پلاوی به …