عاجل خبرونه

د هېواد په ختیځ کې د پولیو پر ضد د واکسینو درې ورځينی کمپاین پیل شو

(Last Updated On: March 26, 2017 7:40 pm)

vlcsnap-2017-03-26-19h38m35s49

د هېواد په ختیځ کې د پولیو پر ضد دواکسینو د درې ورځينی کمپاین له پیل سره،  چې په ترڅ کې به یې یومیلیون ماشومان واکسین شي؛ د جلال آباد د ویالو په اوبو کې د پولیو ویروس وموندل شو.

د پولیو پرضد د واکسینو دغه درې ورځینی کمپاین په کونړ، لغمان، نورستان او ننګرهار ولایتونو کې پیل شوی دی.

د ننګرهار د روغتیا ریاست مرستیاله  مقدسه معراج وایي، په تېره دوره کې له دوه ویشت زره څخه  ډېرماشومان د یادو ولایتونو په ځینو سیمو کې د امنیتي ګواښونوله امله له واکسینو پاتې کېدل؛ خو له وسله والو سره له تفاهم وروسته اوس دا شمېر صفر شوی دی.

نوموړې  زیاتوي، د شاوخوا پېنځه زره صحي کارکوونکیو پرمټ به یومیلیون  ماشومان واکسین شي.

دیني علما له خلکو غواړي، چې د واکسینو په ښه تطبیق کې له صحي کارکوونکیو سره مرسته وکړي. د ننګرهار د حج او اوقافو ریاست استازی  لال تان همت وايي، ځینې د اسلام له نوم څخه په استفاده د خپلو سیاسي او شخصي ګتو په خاطر ناسم تبلیغ کوي.

قومي مشر محمد انور وايي، د پخوا په پرتله د خلکو د پوهې کچه لوړه شوې او هغه کسان اوس ډېر لږ شوي، چې د واکسینو مخه نیسي.

په پولیو یا ګوزڼ له پېنځه کلونو څخه کم عمره ماشومان اخته او د هغوی د فلج لامل کیږي. په تېرعیسوي کال کې کونړ درې مثبتي پيښې لرلې؛ خو سږکال تراوسه دا شمېره صفر دی.

د یادې ناروغۍ د بشپړمخنیوي په وړاندې لوی خڼد ناامني او ټولو سیمو ته د واکسینو نه رسیدل دي.

خبریال:رحمت الله زیارمل

About Ariana News

Check Also

ترهګر هڅه کوي، چې په هېواد کې مذهبي شخړې پیل شي

(Last Updated On: September 20, 2018 4:18 pm) ولسمشر غني وایي؛ ترهګر هڅه کوي، چې …