Connect with us

تازه خبرونه

د ولسمشرۍ مانۍ مخې ته د عدالت غوښتنې لاریون تر سره شو

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

سلګونه کسانو د دوشنبې پر ورځ( د لړم ۲۱) په کابل کې د ارګ تر څیرمه د غزني او روزګان د وروستیو ناامنیو په تړاو په لاریون لاس پورې کړ.

لاریونوال وايي، د غزني په مالستان او جاغوري او همدارنګه د روزګان ولایت په خاص روزګان ولسوالۍ کې خلکو د طالبانو د بریدونو له کبله کورونه پرې ایښې دي.

اعتراض کوونکی روح الله امین وایي: مونږ د دې لپاره اعتراض کړی، چې خلک بې ځایه شوي، بې کوره شوي او خلکو تلفات ورکړي دي. دا د افغانستان د خلکو لپاره ستره ضایعه ده.

هغه دا هم ویلي؛ ولسمشر دې د لاریون کوونکیو د قناعت ترلاسه کولو لپاره د ټولنیزو رسنیو له لارې په ژوندۍ بڼه خلکو ته ډاډ ورکړي، چې په جاغوري، مالستان او روزګان کې جدي او چټک عملیات پيلوي.

اعتراق کوونکې شکیلا آرمان وایي: حکومت تراوسه مونږ ته یوازې شعار راکړی، عمل يې ندې پرې کړی. په غزني کې جنګ دی، زه محصله یم او له کورنۍ څخه مې اووه شهیدان ورکړي دي.

د کابل ګارنیزیون قومندان مرادعلي مراد ویلي دي، چې تاسې کولی شئ عملي کارونه او مثبت ګامونه پيل کړئ. مونږ ټول د جاغوري، مالستان او روزګان پر لوري روانېږو.

لاریونکوونکيو پر حکومت تور پورې کړ، چې د دوی امنیت ته يې پاملرنه نده کړې او تر دې دمه يې په یادو سیمو کې امنیتي ځواکونو ته د عملیاتو اجازه نده ورکړ شوې.

ولسمشرۍ له غرمې مخکې لاریونکوونکیو ته د مالستان، جاغوریو او نورو اړوند سیمو د وروستیو جزئیاتو په اړه بشپړ معلومات وړاندې کړل او د هغو پاملرنه یې د هېواد امنیتي حالاتو ته راوګرزوله.

ولسمشر غني د اعتراض کوونکیو له استازیو سره د تیلیفون پر لیکه خبرې وکړې او د مالستان، جاغوري او نورو ولایتونو د امنیت خوندي کولو لپاره یې د حکومت له تازه عملیاتو خبر کړل.

ولسمشر غني اعتراض کوونکیو ته ډاډ ورکړ، چې د یادو ولسوالیو امنیت به خوندي شي؛ ځکه، چې ډېر امنیتي ځواکونه اړوند سیمو ته رسیدلي دي. 

اعتراض کوونکیو د ولسمشر له ډاډ ورکولو وروسته خپل مدني اعتراض پای ته ورساوه.

لاریونوال تېره شپه ناوخته ارګ ته مخامخ راغونډ شوي وه او خبرداری یې ورکړی و، چې که غوښتنې يې ونه منل شي؛ خپلو لاریونونو ته به دوام ورکړي.

وسلوالو طالبانو په وروستیو کې د غزني په مالستان او جاغوري او همدارنګه د روزګان په خاص روزګان ولسوالۍ بریدونه کړي دي. 

دا په داسې حال کې ده، چې غرمه مهال اړوند سیمې ته نږدې عامه کتابتون ته مخامخ په یوه ځانمرګي برید کې د کورنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې شپږ کسان وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي.

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!