عاجل خبرونه

د پکتیا په ګردیز ښار کې د لومړۍ امنیتي حوزې مرستیال وژل شوی

(Last Updated On: مې 28, 2018)

د پکتیا په مرکز ګردیز ښار کې د لومړۍ امنیتي حوزې مرستیال وسلوالو وژلی او یو پولیس ټپي شوی دی.

 د پکتیا امنیه قومندانۍ ویاند سردارولي تبسم وایي، نن سهار پېنځه بجې د لومړۍ امنیتي حوزې مرستیال او یو پولیس له مرکز ګردیز څخه چوڼۍ نومې سیمې ته د لارې د څار او امنیت ساتلو لپاره تلل، چې د ښار اړوند د لرګیو هډې او د پکتیا د ملي امنیت ریاست تر څیرمه یې وسلوالو طالبانو پر رینجر برید وکړ، چې په کې د لومړۍ امنیتي حوزې مرستیال وژل شوی او یو بل پولیس ټپي دی.

About Ariana News

Check Also

د کابل پوهنتون د لیلیې زدکوونکیو نښته کړې

(Last Updated On: نوومبر 15, 2018) د کابل پوهنتون دلیلې د محصلینو ترمنځ د پنجشنې …