عاجل خبرونه

د کندوز په چار دره کې نږدې۶۰ طالبان وژل شوي او له ۵۰ ډېر ټپیان دي- سلیم

(Last Updated On: November 4, 2017)

په کندوز کې د ځانګړیو ځواکونو د لومړۍ لوا ویاند وایي، چې د دې ولایت په چار دره ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر هوایي عملیاتو د طالبانو د سرې قطعې د قومندان په ګډون نږدې شپیته طالبان وژل شوي او له پنځوس ډېر ټپیان دي؛ خو د چهار درې ولسوالۍ اوسیدونکيو ویلي، چې په بمبارد کې ملکي وګړيو ته زیان اوښتی دی.

په کندوز کې د ځانګړیو ځواکونو د لومړۍ لوا ویاند احمد جاوید سلیم وایي، په تېرو څلیریشت ساعتونو کې د طالبانو د سرې قطعې د قومندان په ګډون اته پنځوس طالبان وژل شوي او د پوځي کمیسیون د مسوول او دوه نورو قومندانانو په ګډون څلور پنځوس نور ټپیان شوي دي.

د قتل عام او عیسي خېلو کليو اوسیدونکي بیا وایي، زیاتره وژل شوي ملکیان دي.

د دوی په وینا؛ خلک اړ ول، چې د طالبانو مړي له لومړۍ کرښې وباسي؛ خو په همدې وخت کې د افغان ځواکونو تر برید لاندې راغلل.

د کندوز د ولایتي شورا غړی مولوي خوش محمد نصرت  هم د ملکیانو تلفات تائیدوي.

د کندوز روغتون مسوولین وایي، یو مړی او اووه ټپیان، چې ملکي وګړي دي، روغتون ته لیږدول شوي؛ خو د ځانګړیو ځواکونو د لومړۍ لوا ویاند وایي، د عملیاتو په ساحه کې  هیڅ ملکي وګړی نه و او دا مساله د طالبانو په ګټه تبلیغات دي.

About Ariana News

Avatar

Check Also

د تاوتریخوالي د کمښت طرحې ځنې برخې په ډاګه شوې

(Last Updated On: February 20, 2020) له آریانانیوز سره ځینو سرچینو د تاوتریخوالي د کمې …