د ولسي جرګې او ولایتي شوراګانو د ټاکنو ملي ورځ اعلان شوه

(Last Updated On: جون 22, 2017)

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، د ولسي جرګې او ولایتي شوراګانو ټاکنې به د راتلونکي لمریز کال د چنګاښ پر ۱۶ نېټه تر سره شي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون رییس نجیب الله احمدزي د دې مطلب په څرګندولو سره ویلي؛ له حکومت څخه یې د ټاکنو لپاره د بودجې د برابرولو او امنیت غوښتنه کړې، چې  په اړه یې د همکاریو ډاډ ورکړ شوی دی.

نوموړي زیاته کړې، چا ته به د ټاکنو په بهیر کې د لاسوهنې اجازه ورنکړ شي.

هغه دا هم ویلي، چې په ټول هېواد کې د رایو ورکولو د مرکزونو د تثبیت بهیر پیل شوی دی.

د ولسي جرګې د اوسنیو وکیلانو کاري دوره د ۱۳۹۴ل کال د چنګاښ په میاشت کې پای ته رسیدلې؛ خو حکومت ونه کړای شول، چې پخپل وخت ټاکنې تر سره کړي؛ نو، ځکه اوس هم د  وکیلانو په توګه دندو ته دوام ورکوي.

د ملګرو ملتونو سیاسي څانګې یا یوناما د ټاکنو خپلواک کمیسیون له دې پرېکړې هرکلی کړی دی.

About Ariana News

Check Also

د اسلام د ستر پیغمبر میلاد په ارګ او د هېواد په نورو برخو کې ونمانځل شو

(Last Updated On: نوومبر 20, 2018) ولسمشر غني د میلاد النبي په مراسمو کې څرګنده …