عاجل خبرونه

د ولسمشر تر څنګ د (امرالله صالح) دریدل قانوني اړخ نلري- حقوقپوهان

(Last Updated On: November 12, 2019)

په ارګ کې د درې طالب بندیانو د آزاد اعلامولو پر مهال د ولسمشر ترڅنګ د امرالله صالح شتون ناقانونه کړنه ده او هیڅ توجیه نلري.

 یو شمېر حقوق پوهان وایي له برحاله مرستیالانو پرته د رسمي ناستو پر مهال د ولسمشر تر څنګ د هر ډول اشخاصو حضور له قانون سره په ټکر کې ده.

په داسي حال کې، چې په ملي وحدت حکومت کې تراوسه امرالله صالح کوم قانوني موقف نلري؛ خو بیا هم لیدل کیږي، چې په یو شمېر رسمي حکومتي ناستو کې حضور مومي. وروستۍ بېلګه يې د انس حقاني په ګډون د درې مهمو طالب بندیانو د تبادلي په مناسبت په جوړې شوې ناسته کې د نوموړي ګډون دی.

یو شمېر ټاکنیز ټکټونه او سیاسي بهیرونه هم وایي، په دا ډول ناستو کې د امرالله صالح ګډون له هر ډول حقوقی موازینو او قوانیو سره په ټکر کې دی.

د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې ویاند فریدون خوځون ویلي، چې حتا په ارګ کې دننه ښاغلي صالح ته له کوم مشخص پوست پرته دفتر په پام کې نیول شوی او باید د ښاغلي صالح ځای ځايګی په حکومت کې ښکاره شي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون باید په دې اړه خپله دنده تر سره او قانون پلی کړي.

د ملي جنبش ګوند مرستیال عبدالله قرلق د ولسمشر غني تر څنګ د امرالله صالح دریدل د لومړي مرستیال ځایناستی ګڼي.

د نوموړي په خبره؛ دا کار د قانون تر پښو لاندې کول دي او هیڅ راز توجیه نلري. هغه( امرالله صالح) باید خپل ځای وپېژني.                     

د حقوق پوهانو د ټولني غړی عبدالوحید فرزه یې هم د ولسمشر له برحاله مرستیالانو پرته د هر ډول افرادو شتون په دغه ډول ناستو کې غیر قانوني بولي وایي، چې په ډېرو برخو کې د ارګ لخوا قانون نقض شوی او دا بېلګه یې هم یوه استثنا نده.

ارګ او دولت جوړوونکې ټاکنیزې ډلې تر دې دمه په دې اړه چوپتیا غوره ګڼلې ده.

About Ariana News

Avatar

Check Also

افغانستان د سولې له هوکړې سره سم نږدې ۸ میلیارد دالرو ته اړتیا لري- نړیوال بانک

(Last Updated On: December 6, 2019)نړیوال بانک پخپل یو تازه راپور کې په ډاګه کړې؛ …