Connect with us

تازه خبرونه

په کندهار کې موتر بم برید له ۱۱۱ څخه ډېرو کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې د کندهار ولایت د امنیه قومندانۍ د مخدره توکو د مدیریت پر دروازه موتر بم برید شوی، چې له چاودنې وروسته امنیتي ځواکونه له دوه بریدګرو سره ښکېل شوي دي.

د کندهار والي ویاند زیاته کړې، چې دغه موتر بم برید مازیګر څلورنیمې بجې( د چنګاښ ۲۷) د امنیه قومندانۍ د مخدره توکو د مدیریت په دروازه کې رامنځته  او له چاودنې سره سم له امنیتي ځواکونو سره جګړه پیل شوې، چې اوس هم روانه ده.

د کندهار والي ویاند احمدي ویلي موتر بم برید د ښار په پېنځمه امنیتي حوزه کې د امنیه قومندانۍ د مخدره توکو د مدیریت پر دروازې شوی دی.

ویل کېږي، چي ځانمرګو بریدګرو له چاودني سره سم حمله کړې ده.

ویل کیږي، چې په دې برید کې درې درندې چاودنې شوي دي.

د یو شمېر څرګندونو له مخې؛ د برید پرمهال د کندهار امنیه قومندان په قومندانۍ کي نه و.

د کندهار حوزوي روغتون مسوولینو ویلي، چې په دې برید کې ۱۱ کسان وژل شوي او له سل ډېر نور  ټپیان دي.

طالبانو د کندهار پر امنیه قومندانۍ د برید او چاودنو مسوولیت پر غاړه واخیست او وایي، چې بریدګر له درندو وسلو ، چاودیدونکیو اورنیو توکو سره یادې ودانۍ ته ننوتي دي.

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!