عاجل خبرونه

د پکتیا امنیتي ځواکونو په یوه کمین کې ۵ طالبانو ته مرګ و ژوبله اړولې

(Last Updated On: May 23, 2019)

امنیتي چارواکو ویلي، چې د دغه ولایت د زرمت ولسوالۍ په اړوند سیمه کې امنیتي ځواکونو تېر ماښام پر وسلوالو طالبانو ناڅاپي برید کړی دی.  

امنیتي سرچینو څرګنده کړې، چې تېرماښام د دې ولایت د زرمت ولسوالۍ په سرای کلا  سیمه کې امنیتي ځواکونو وسلوالو طالبانو ته کمین نیولی و، چې د دوی په ناڅاپي برید کې  دوه وسلوال طالبان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

دغه راز د پکتیا والي ویاند عبدالله حسرت آریانا نیوز ته ویلي، چې په دې ناڅاپي برید کې امنیتي ځواکونو دوه موترسایکلونه، یوه مخابره او د راکت او پیکا یوشمېر مرمې تر لاسه کړي دي.    

طالبانو تردې دمه د دغې پېښې په اړه څه ندي ویلي.

خبریال: فریدالله احمدزی

About Ariana News

Avatar

Check Also

که امریکا خپلو ژمنو ته ژمنه پاتې نشي، جګړه به وغزوو- د طالبانو ګواښ

(Last Updated On: August 20, 2019)د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین آریانا نیوز …