عاجل خبرونه

د محقق په کور کې عبدالله او حامد کرزي د سولې نوې طرحه وړاندې کړه

(Last Updated On: January 25, 2020)

د عبدالله عبدالله او حامد کرزي په ګډون یو شمېر سیاسي څېرو او بهیرونو په کابل کې د سولې لپاره د نوې طرحې د وړاندې کولو په اړه یوه مشورتي ناسته تر سره کړې.

سیاسیون د سولې خبرو په تړاو طرحې او نظریې لري او هڅه کوي د سولې خبرو لپاره نوې طرحه جوړه کړي.

عبدالله عبدالله په دې ناسته کې ګواښ کړی، چې هیڅوک د خپلو شخصي ګټو لپاره نشي کولی د سولې خبرو اترو خنډ شي.

په دې ناسته کې سیاسي څېرو د تاوتریخوالي کمښت د سولې د خبرو اترو لپاره ښه غوراوی وباله.

د پخواني ولسمشر مرستیال محمد یونس قانوني ویلي: هغه طرحه، چې د افغانستان سیاسیون یې غواړي جوړه کړي؛ دا به سولې ته د رسیدو لپاره د افغانستان د خلکو طرحه وي.     

په دې ناسته کې، سیاسي مشرانو او د ګوندونو استازیو ټینګار وکړ چې په هېواد کې د سولې د ټینګښت لپاره باید له ټولو فرصتونو ګټه واخیستل شي او تر یوې اوونۍ دې له طالبانو سره د خبرو طرحه نهایي شي.

د سولې عالي شورا رییس محمد کریم خلیلي وایي؛ د سولې لپاره د تاوتریخوالي د کمښت طرحه د سولې ټولو خبرو ته زمینه برابروي، چې څنګه د خلکو دې غوښتنې ته ورو ورو ورورسیږو.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ دا هغه طرحه ده، چې طالبان او امرذیکایان پرې هوکړې ته رسیدلي دي.        

د اجرائیه مشر دویم مرستیال او د دغې ناستې کوربه محمد محقق څرګنده کړې، چې که ولسمشر خبرې کوي او که د هغه ملګري؛ د  دوی ټینګار دادی، چې یا به د سولې لپاره د دولت وزیر خبرې کوي او یا د اشرف غي ځانګړي کسان.             

د افغانستان د متحد اسلامي حزب رییس وحید الله سباوون ویلي، چې دا طرحه به له ولسمشر غني سره هم شریکه شي.

ښکاري، چې دا ناسته د ولسمشر غني د مزاج خلاف روانه ده؛ ځکه سیاسیون وایي، حکومت باید د سولې خبرو اترو یوه برخه وي، نه اصلي او ټول لوري.

د ناستې ګډونوالو پرېکړه کړې، چې په نږدې ورځو کې به د دوی طرحه له بېلابېلو مشرانو، استازیو او ټولنو سره له مشورو وروسته وروستۍ او د تلپاتې سولې لامل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ ولسمشرغني د سویس د داووس ښار په نړیواله اقتصادي ناسته کې ویلي وه، چې حامد کرزی او اجرائیه مشر د سولې لپاره هیڅ طرحه نلري او دا خبرې په کابل کې د سیاسیونو له توندو نیوکو سره مخ شوې.

About Ariana News

Avatar

Check Also

له دوه یم نړیوالی جګړې راهیسې، کووید-۱۹ ترټولو لویه ننګونه ده – ملګري ملتونه

(Last Updated On: April 1, 2020) د ملګرو ملتونو عمومي منشي، آنتونیو ګوټرز خبرداری ورکوي …