عاجل خبرونه

د ټاکنو او سولې خبرو په تړاو دې یوه ټول پوښتنه وشي

(Last Updated On: August 23, 2019)

د ولسمشریزو ټاکنو نوماند ښاغلي شهاب حکیمي د ټاکنیز کمپاین یوه له نوښته ډکه هڅه ترسره او د پغمان ولسوالۍ تفریحي پارکونو ته تللی او وایي؛ ډېر خلک سوله غواړي او دولتي مشران دې د ټاکنو او سولې خبرو په تړاو یوه ټول پوښتنه تر سره کړي.

ښاغلي شهاب حکیمي له خلکو سره په لیدنه کې ویلي، چې زیاتره خلک له ټاکنو مخکې سوله غواړي او باید په دې تړاو یوه ټول پوښتنه وشي.

خلک هم غواړي، چې حکومت د سولې په بهیر ډېر تمرکز وکړي؛ ځکه خلک آرامي غواړي او په تېرو پېنځه کلونو کې بې شمېره ملکیان وژل شوي دي.

حکیمي دا هم څرګنده کړې؛ هغه نوماندان، چې په واک کې ندي، امنیتي تدبیرونه یې هم پراخه ندي، خو په خبره یې دوی خلکو ته ورځي او خپل پروګرامونه ورته په ډاګه کوي.

About Ariana News

Avatar

Check Also

په کابل کې ځانمرګي ۶۰ کسانو ته مرګ و ژوبله رامنځته کړې

(Last Updated On: September 17, 2019)کورنیو چارو وزارت په ډاګه کړې، چې نن له غرمې …