Connect with us

تازه خبرونه

د ټاکنیزو شکایتونو ۱۰۲ ولایتي کمیشنرانو لوړه وکړه

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ټاکنیزو شکایتونو یو سلو دوه ولایتي کمیشنرانو لوړه وکړه او ټاکل شوې، چې هر ولایت ته به درې کمیشنران لیږل کیږي. دوی دنده لري، چې په ولایتونو کې د ټاکنیز بهیر په اړه هر راز شکایتونه وڅېړي او خپلواکه پرېکړې وکړي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ولایتي کمیشنرانو له دوه میاشتیني ځنډ وروسته د دوشنبې پر ورځ( د زمري ۸) رسمي معرفي شول.

د دغو کمیشنرانو د لوړې په مراسمو کې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون رييس ټينګار وکړ، چې د کمیشنرانو چارې خپلواکې دي او هیچا ته به د دوی په چارو کې د لاسوهنې وخت ور نکړ شي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون رييس په ولایتي کمیشنرانو دا غږ  هم وکړ، چې پرته له کوم فشار په خپلواکه توګه خپلې چارې روانې وساتي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون رييس عبدالعزیز آریایي وایي؛ پر قرآن مو لاسونه کیښودل او لوړه مو وکړه. تاسې باید ټول مسوولیتونه درک او ځان پرې وپوهوئ. په هڅو او پرېکړو کې مو تېروتنې د منلو وړ ندي؛ ځکه د ټاکنو بهیر د خلکو برخلیک ټاکي، نو لوبه هم ورسره نه منل کیږي. هیله من یم، چې دغه دروند مسوولیت بریالی ترسره شي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون غړی علي رضا روحاني وایي، چې ولایتي کمیشنران به له قانون سره سم خپلې چارې ترسره او خپله بې طرفي به خوندي کوي. پرته له دې یو کار هم خلکو ته د منلو ندی او دا کمیسیون باید په خپلواکه توګه اړوند چارې تر سره کړي.

د ټاکنو څارونکي بنسټونه سر له اوسه پر ټاکنیز بهیر بې باوره دي او وايي، چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې به عمومي او رڼې نه وي؛ ځکه، چې له یوې خوا امنیتي وضعیت ښه نه دی او له بلې خوا په ځينو برخو کې په ښکاره حکومت لاسوهنه کوي.

خبریال: رفیع صدیقي

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!