عاجل خبرونه

د مدیریت کمزورتیاوو د ملکي خدمتونو مخه نیولې

(Last Updated On: اکتوبر 3, 2017)

د اداري سمونونو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون وایي، د مدیریت کمزورتیاوې د ملکي خدمتونو د ټیټ والي سبب شوي دي.

د اداري سمونونو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمیسیون تازه راپورد حکومتي بنسټونو د افرادو د ګمارلو او وړتیاوو د لوړولو په بهیر کې له نیمګړتیاوو پرده پورته کړه. د دې رپوټ په یوې برخه کې راغلي چې:

اووه لس وزارتونو او خپلواکو ادارو روان کال ته ۴۶۵۸ بستونه وړاندې کړي وه، چې له دې شمېرې یوازې ۵۸۲ تنه جذب شوي او همدې اووه لس ملکي ادارو ته یې لار پیدا کړې ده.

د مخابراتو وزارت د څلور اتیا کسانو په ګمارلو په سر کې راغلی او د ټاکنو خپلواک کمیسیون، چې هیڅ استخدام نه لري؛ ټیټ ځای کې دی.

د دې رپوټ په بله برخه کې ویل شوي؛ په روان کال کې خالي بستونه او استخدام؛ ۸۵۵۸ تنه په دولتي ادارو کې د استخدام لپاره د اړتیا وړ دي. په داسې حال کې، چې په دولتي ادارو کې ۵۳۹۸ خالي بستونه شته دی او په روان کال کې ۳۱۶۰ تنه استخدام شوي دي.

له دې ټولو استخدام شویو کسانوشپاړس سلنه یې ښځې او څلور اتیا سلنه نارینه دي.

۱۸۸۸تنه د بېلابېلو دلایلو له امله له  دندو لیرې کړای شوي دي، ۲۰۵ کسانو استعفاوې کړي، ۷۲۳ تنه تقاعد شوي، ۱۱۶ تنه مړه شوي او ۸۴۴ کسان منفک او یا هم له دندو ګوښه کړای شوي دي.

تل ادعاوې کیږي، چې افراد د اړیکو پر بنسټ استخدامیږي؛ خو د اداري سمونونو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون دې ستونزې ته لار پیدا کړې ده.

د اداري سمونونو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون کمیشنر حشمت الله هاشمي وایي، د زرګونه خالي بستونو ادعا هغه ځوانان ردوي، چې د کار لټون یې کړی؛ خو مقصد ته نه دي رسیدلي.

کارپوهان باور لري، چې څو پورې ګمارنې وړتیاوو ته په پام  تر سره نه شي؛ شته ستونزې به په یوه کړکیچ واړوي او دا به هېواد له نویو ستونزو سره مخ کړي.

About Ariana News

Check Also

په پکتیا کې ښځې په ټاکنو کې پراخ ګډون نشي کولی-میرمنې

(Last Updated On: اکتوبر 18, 2018) په پکتیا کې میرمنې وايي، د امنیتي ستونزو له …