عاجل خبرونه

د لغمان په مهترلام کې د یو ښوونځي پر ټولګي توغندی لګیدلی

(Last Updated On: فبروري 25, 2017)

school

د لغمان ولایت چارواکي وایي، چې نن سهار لس بجې د لغمان ولایت د مرکز په بسرام سیمه کې د یوه ښوونځي پر ټولګي یو توغندی لګیدلی، چې دوه زرکوونکي یې وژلي او د یو ښوونکي په ګډون ۶ نور ټپیان دي.

د لغمان والي ویاند سرحدي ځواک ویلي، چې وسلوالو مخالفینو د مولوي حبیب الرحمن د لیسې پر هغه ټولګي د هاوان مرمۍ توغولې، چې زدکوونکي په کې پر زدکړه اخته ول.

د نوموړي په وینا: په پېښه کې دوه زدکوونکي وژل شوي او شپږ کسه نور ټپیان دي.

ځواک د پېښې د ټپيانو روغتیايي حالت ښه بولي، خو ځینو نورو رسنیو راپور ورکړی، چې د دوه زدکوونکیو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی.

دغه توغندی د الینگار ولسوالۍ له لوري را ویشتل شوی دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

په تېرو څو ورځو کې د لغمان اوسیدونکي له ملکي مرگ و ژوبلې اندېښمن شوي دي.

About Ariana News

Check Also

خلیلزاد د ولسمشریزو ټاکنو د ځنډیدو وړداندیز کړی

(Last Updated On: نوومبر 13, 2018) وال ستریت ژورنال په ډاګه کړې، چې، ترمپ د …