عاجل خبرونه

د فاریاب ولایت د آقینې بندر بندیدو سوداګر اندېښمن کړي

(Last Updated On: جولای 9, 2018)

د جنبش ګوند د غړیو لخوا د ترافیکو پر مخ د فاریاب ولایت د آقینې بندر تړل کیدو د سوداګرو او د بلخ د سوداګرۍ او صنایعو ریاست چارواکي اندېښمن کړي دي.

د بلخ ولایت د سوداګرۍ او صنایعو رییس ویلي، چې په اړوند سیمه کې رامنځته شوي وضعیت د هېواد سوداګر زیانمن کړي دي. که دغه حالت روان وساتل شي، د هېواد اقتصاد به ډېر زیانمن کړي.

دغه راز حقوقي هڅاندو هم څرګنده کړې، چې اعتراض کوونکي دې د سړکونو او بندونو په بندولو د خلکو د ژوندانه بهیر له ستونزو سره نه مخ کوي.

About Ariana News

Check Also

اجرائیه رییس عبدالله د ايران له ولسمشر سره لیدلي

(Last Updated On: سپتمبر 25, 2018) د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس داکتر …