Connect with us

تازه خبرونه

د کاري مودې له پوره کیدو سره سم له دندې ګوښه کیږم- اشرف غني

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

ولسمشر غني په ډاګه کړې، چې له قانون سره سم یې د ولسمشر په توګه دنده د راتلونکي ۱۳۹۸ ل کال د غبرګولي پر لومړۍ نېټه پای ته رسیږي.

ولسمشر او د هغه میرمنې د افغان میرمنو په پېنځم سمپوزیم کې ګډون وکړ او ولسمشر محمد غني یې برخه والو  څرګنده  کړه، چې له اساسي قانون سره سم مې د راتلونکي کال د غبرګولي پر لومړۍ نېټه دنده پای ته رسیږي؛ پارلماني او د ولسمشرۍ ټاکنې به هم پخپله نېټه تر سره شي.

د افغانستان په ملي وحدت حکومت کې ولسمشر اشرف غني وایي: اړینه ده، چې په سږني کال کې پارلماني او په راتلونکي ۱۳۹۸ ل کال کې ولسمشریزې ټاکنې تر سره شي. د راتلونکي کال د غبرګولي پر لومړۍ نېټه مې دنده پای ته رسیږي او دا باید ښکاره وي، چې هغه ورځ په اساسي قانون کې د یادونې وړ ده. د ټاکنو لپاره باید بنسټیز چمتووالی ونیول شي او هر څوک، چې ټاکنې تخریبوي، هغه ثبات تخریبوي.

ده په ښکاره هغه څه ته هم اشاره وکړه، چې ګواکي سر له اوسه د ولسي جرګې او ولسمشریزو ټاکنو د ځان په ګټه څرخولولپاره لاسونه کار کوي.

ولسمشراشرف غني زیاتوي: د دې لپاره، چې د ټاکنو د ترسره کولو لپاره ګډې هڅې او خبرې وشي، د مخنیوي لپاره یې هڅې او ګامونه پورته کیږي.

ښاغلي غني پر میرمنو هم غږ وکړ، چې په ټاکنو کې د ګډون لپاره د نوملیکنې مرکزونو ته ولاړې شي او ټاکنې پخپل ګډون یقیني او ډاډمنې کړي.

ده وویل، چې اوس هم په دولت کې له ښځو سره توپیري چلند کیږي، چې په وینا یې دغه حالت باید پای ومومي.

د افغانستان لومړۍ میرمن رولاغني وویل، چې حکومت د ښځو د ژوند ښه کولو او په سیاسي او ټولنیزو چارو کې د فعالیت لپاره ژمن دی.

هغې دا ډاډ هم ورکړ، چې اوس افغان حکومت د ښځو اړوند مهم پروګرامونه له خپلې بودجي تمویلوي.

خبریال: علی اصغري   

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!