عاجل خبرونه

د فراه والي یوې خبري ناستې ته خپله استعفا وړاندې کړه

(Last Updated On: January 25, 2018 4:03 pm)

د فراه والي عارف شاه جهان د پنچشنبې پر ورځ(د مرغومي ۵) په دې ولايت کې د امن و ثبات په هیله د وروستيو ناامنيو، له تاوتریخوالي څخه د ډک لاريون او د لاریون کوونکیو د نيوکو له کبله یوې خبري ناستې ته خپله استعفا وړاندې کړې ده.

د فراه د ولايتي شورا ریيس فريد بختور د عارف شاه جهان استعفا کول تائيد کړي دي.

د فراه والي رسنيو ته ويلي، چې د کابل حکومت ورسره د فراه د امنيت په ټينګولو کې مرسته نه ده کړې؛ نو له دې وروسته نه غواړي د فراه والي په توګه پاتې شي.

په فراه کې په دې وروستيو کې امنيتي وضعيت تر بل هر وخت خراب شوی. ان، چې تېره ورځ د دې ولايت اوسیدونکیو د فراه والي او امنيه قومندان پر ضد لاريون وکړ او د هغوی د ليرې کولو غوښتنه يې کوله.

پرونی لاریون هغه مهال پر تاورتريخوالي بدل شو، چې په وروستيو کې پوليسو پر لاريونوالو ډزې وکړې او اووه تنه يې ټپيان کړل.

دا په داسې حال کې ده، چې د یو شمېر چارواکو په وینا هره شپه د فراه ښار پر امنيتي پوستو د بریدونو له کبله له لس څخه تر پېنځلس عسکر خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د راپورونو له مخې؛ د فراه ولايت پر زياته خاوره طالبان واکمن دي او اوس مهال د ولايت په نيږدې درې کيليو مترې کې فعاليتونه کوي.

About Ariana News

Check Also

د هند اعلان شوې مرستې به د اقتصادي پراختیا لامل شي

(Last Updated On: September 20, 2018 4:55 pm) د هېواد د سوداګرۍ نړیوالې خونې مسوولین …