د فراه په پشت رود ولسوالۍ کې یوې پوستې سقوط کړی

(Last Updated On: دسمبر 28, 2017)

د فراه په پشت رود ولسوالۍ کې وسلوالو طالبانو یوه پوسته نیولې، چې په کې دوه  ملي پولیس وژل شوي او یو بل ټپي دی.

د فراه ولایت د پشت رود ولسوال غوث الدین خان وایي؛ د دې ولسوالۍ د ملا امان کلي درې کسیزه امنیتي پوسته د وسلوالو مخالفینو تر کنترول لاندې راغله.

هغه زیاتوي، د امنیتي ځواکونو او وسلوالو تر منځ په نښته کې دوه پولیس له نیول کیدو وروسته وژل شوي او یو بل ټپي پر تېښته بریالی شوی دی.

هغه دا هم ویلي، چې د پوستې د سقوط علت د پولیسو لږوالی دی او د وژل شویو او ټپي پولیسو وسلې او تجهیزات هم مخالفینو تر لاسه کړي دي.

د فراه د ولایتي شورا غړې جمیله امیني وایي، د پولیسو جنګي تجهیزات لږ دي؛ نو، ځکه د نښتو پر مهال ورته مرګ و ژوبله اوړي.

د فراه پولیسو د مرکز فراه ښار په چار باغ سیمه کې د نشه یی توکو یو پلورونکی له کلاشینکوف او څو لاسي بمونو سره نیولی او څېړنې ترې روانې دي.

About Ariana News

Check Also

کیدی شي طالبانو او خلیلزاد د بهرنیو ځواکونو پر وتلو هوکړه کړې وي

(Last Updated On: نوومبر 17, 2018) د سولي عالي شورا وایي، کیدی شي، چې طالب …