د فراه ولایت د مرکز په ریګي پوسته کې اته پولیس وژل شوي

(Last Updated On: نوومبر 13, 2017)

د فراه د امنیه قومندانۍ امنیت آمر وایي؛ د فراه ولایت د مرکز ریګي پوسته د اته پولیسو له وژل کیدو وروسته سقوط شوې ده.

د فراه د امنیه قومندانۍ امنیت آمر ګلبهار مجاهد زیاتوي؛ ښایي دا پولیس د خپل یوه همکار له خوا وژل شوي وي؛ ځکه، چې د وژل شویو پولیسو یو همکار تر اوسه تریتم دی.

چارواکو په دې اړه د څېړنو له پیلدو هم خبر ورکړی او وایي، چې سقوط شوې پوسته بېرته فعاله شوې ده.

طالبانو پر ریګي پوسته د برید پړه منلې او ویلي یې دي، چې۱۳ پولیس یې وژلي او دولس میله وسله یې وړې ده.  

About Ariana News

Check Also

په سرپل او فاریاب کې ۶۱ طالبانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

(Last Updated On: فبروري 16, 2019) د هېواد په شمالي ولایتونو کې د هوایي او …