عاجل خبرونه

د کابل په بګرام ولسوالۍ کې ځانمرګي د بهرنیو ځواکونو پر کاروان برید کړی

(Last Updated On: سپتمبر 11, 2017)

د پروان ولایت سیمه ییز چارواکي وایي، چې د دوشنبې پر ورځ(د وږي ۲۰) یو ځانمرګي بریدکوونکي د بهرنیو ځواکونو پر موترو برید تر سره کړ.

د پروان ولایت امنیه قومندان جنرال محمد زمان مموزی وایي، چې د بګرام ولسوالۍ د نصرو کلا په سیمه کې بریدګر پر خپل ګړندی موتر برید تر سره کړی دی.

د نوموړي په وینا؛ په دې برید کې درې ملکي وګړي پپیان شوي دي.

د بګرام ولسوال عبدالشکور قدوسي ویلي، کیدای شي په دې برید کې بهرنیو ځواکونو ته هم زیان رسیدلی وي.

د هغه د وینا له مخې؛ په سیمه کې د بهرنیو ځواکونو چورلکې لیدل شوي، چې کیدای شي مړي او ټپیان به یې لیږدول.

د غوڅ ملاتړ ماموریت د خبرپانې له مخې؛ په دې برید کې څو بهرني سرتېري او ملکي وګړي ټپیان شوي دي.  

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د پېښې ټپیان د درملنې لپاره د بګرام روغتون ته لیږدول شوي دي.

دغه راز ویل شوي، چې د ټپیانو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ نه دی.

طالبانو د دغه برید مسوولیت منلی دی.

About Ariana News

Check Also

خلیلزاد د ولسمشریزو ټاکنو د ځنډیدو وړداندیز کړی

(Last Updated On: نوومبر 13, 2018) وال ستریت ژورنال په ډاګه کړې، چې، ترمپ د …