تازه خبرونه
د کابل په بمي چاودنه کې زیانمن خلک د حکومت همکاري غواړي
د تېرې شپې( د مرغومي ۲۴) د بمي چاودنې له کبله د سیمې د خلکو په سلګونه کورونه ویجاړشوي او له حکومته د مرستې او همکارۍ غوښتنه کوي.
د نهمي امنیتي حوزې اړوند د کابل بای په سیمه کې د تېرې شپې موتر بم چاودنې خلکو ته میلیونونه افغانۍ مالي زیانونه رامنځته کړي دي. د بمي چاودنې له سیمې په سلګونه متره لیرې او نږدې د خلکو د استوګنې خټین کورونه، پلورنځي او ورځيني اقتصادي فعالیتونه پوره له منځه تللي دي.
دوی ويلي، چې په میلیونونه افغانۍ زیانمن شوي او حکومت باید ورسره مرسته او همکاري وکړي.
د سیمې اوسیدونکی عبیدالله وایي، چې زمونږ کورونه بیخي سم له منځه تللي او په میلیونونه افغانۍ زیانمن شوي یو؛ حکومت باید دا کمپ لدې ځایه لیرې کړي.
د سیمي یو اوسیدونکی رحیم الله نومی وایي، چې مونږ لږ څه ترې لیري یو؛ خو بیا هم زمونږ کورونه بیخي په بد حالت کې دي.
د دغې پېښې د قربانیانو کورنۍ حکومت د امنیت په ساتلو کې ناکامه بولي.
دغه کورنۍ وایي، دا اووم ځل دی، چې په کابل بای سیمه کې دا ډول خونړۍ پېښې رامنځته کېږي او حکومت اوس هم په دې اړه بې غوره دی.
د پېښې یوشمېر ټپیان پر حکومت د نیوکې ترڅنګ وایي، ځینو ټپیانو په روغتونونو کې د وسایلو د نشتوالي له امله ژوند له لاسه ورکړی دی.
د صنعت او سوداګرۍ عالي شورامسوولین هم دغه حالت اندېښمن کړي او زیاتوي، چې حکومت باید نظامي مرکزونه د استوګنې له سیمي وباسي او دا د ژوند او صنعت لپاره یو تهدید دي.
د صنایعو او پانګونې دعالي شورا د عامل پلاوي رییس شبیر بشیري وایي، چې دا یوه د کار او تولید سیمه ده، د لته د استوګنې کورونه دي او لدې وړاندې ځای د چاودنې موخه وه. حکومت باید دا کمپ له ښاره لیرې بل ځای ته ولیږدوي.
د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، له هغو خلکو سره، چې مالي زیان ورورسیدلی؛ حکومت باید ورسره مالي همکاري وکړي، چې خپلې ورځنۍ چارې روانې وساتي.
د اقتصادي چارو کارپوه خان آقاه رضایي وایي؛ مونږ نشو ویلي، چي دغه کمپ دلته ولي دی؟ دلته د نړیوالو معتبرو بنسټونو مرکزونه دي او حتا نظامي مرکزونه شته، خو حکومت باید له زیانمنو کسانو سره مرسته وکړي.
د اقتصادي چارو کارپوهان بیا وايي؛ حکومت باید ټول هغه مرکزو نه، چي نظامي وي او یا پرې د برید احتمال وي؛ له صنعتي او د استوګنې له سیمو وباسي، چې په داسې پېښو کې عام خلک او خصوصي سکتور ته زیان ونه رسیږي.
د روغتیایي سرچینو د څرګندونو له مخې په دې موتر بم چاودنه کې، چې تېر ماښام ګرین ویلیچ نومي مرکز ته نږدې تره سره شوې د مالي زیانونو تر څنګ ۴ کسان وژل شوي او ۱۱۴ نور ټپیان دي.
خبریال: اسلم حجاب
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه3 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ3 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
نړۍ1 day ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
لوبی4 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه3 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی1 day ago
اټکانرژۍ لوبډلې په نهمه سیالۍ کې سرخپوشانخوافي ته ۱ـ ۰ ماتې ورکړه
-
لوبی3 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ