تازه خبرونه
د هرات ۶۱ سلنه خلک په راروانو ټاکنو کې ګډون نه کوي
د آریانا نیوز ټولپوښتنې په ډاګه کړې، چې د هرات له نیمايي ډېر خلک پر بېلابېلو لاملونو په راروانو ټاکنو کې ګډون نه کوي.
آریانا نیوز په هرات کې د راتلونکیو ټاکنو لپاره خلک پوښتلي، چې ډېرو ورته ویلي، نه غواړي په راتلونکیو ټاکنو کې ګډون وکړي او یا د چا په ملاتړ رایه ورکړي.
د هرات د خلکو له لوري په ټاکنو کې د نه ګډون لاملونه ناامني، د حکومت او سیاسي ډلو له لوري په ټاکنو کې لاسوهنه، د ټاکنو پر کمیسیون د خلکو بې باوري او د بهرنیانو له لوري په ټاکنو کې د برخلیک ټاکلو په موخه لاسوهنه یاد شوي دي.
د هرات ولایت ۶۱ سلنه خلکو ویلي، په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې د دواړو نوماندانو له لوري لانجې او د ټاکنو د پایلو نه منل، ۴۶ سلنه خلکو په ټاکنو کې د نه ګډون لامل په ټاکنو کې د بهرنیانو لاسوهنه، ۵۹ سلنه خلکو ناامني، ۳۳ سلنه خلکو د ځايي قومندانانو له لوري د یو ځانګړي کس په ګټه رایه ورکول یاد کړي دي.
همدارنګه ۶۵ سلنه خلکو په ټاکنو بې باوري، ۶۹ سلنه خلکو په ټاکنو کې د روڼتیا نشتوالی، ۳۶ سلنه خلکو پر ټاکنو د سیاسي ډلو اغېز او ۳۸ سلنه خلک نور په هېواد کې ټاکنې نه غواړي.
آریانا نیوز دغه ټولپوښتنه د زرګونه خلکو سره د مرکو په لړ کې د پېنځلس ورځو په موده کې تر سره کړې، چې پر هرات ښار سربېره یې د ولسوالیو د خلکو نظرونه هم په کې راخیستي دي.
د هرات د ځايي خلکو له لوري په راتلونکیو ټاکنو کې د نه ګډون خبره داسې مهال رامنځته شوې، چې تېره اوونۍ د ټاکنو خپلواک کمیسیون مشر ویلي وه، چې کیدای شي د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې یوه یا دوه میاشتې وځنډول شي.
د ولسي جرګې، ولسوالیو شوراګانو، ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو پر راتلونکیو ټاکنو د ۲۰ سلنه ښځو او ۸۰ سلنه نرینه وو د بې باورۍ ټولپوښتنه داسې مهال شوې، چې په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر جان کیري منځګړیتوب وکړ او په هېواد کې د ټاکنو د دوه سترو نوماندو د رایو له مخې د ملي وحدت حکومت بنسټ کېښودل شو.
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه4 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ2 days ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
نړۍ4 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
لوبی5 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه3 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی1 day ago
اټکانرژۍ لوبډلې په نهمه سیالۍ کې سرخپوشانخوافي ته ۱ـ ۰ ماتې ورکړه
-
لوبی4 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ