تازه خبرونه
د سولې مشورتي جرګه هیڅ نوې لاسته راوړنه نلري- عبدالله عبدالله
اجرائیه رییس د سولې مشورتي لویې جرګې پرېکړه لیک ته په غبرګون کې څرګنده کړې، چې مشورتي لویې جرګې هیڅ تازه غوښتنه او لاسته راوړنه نلرله.
د سولې مشورتي لویه جرګه د ۲۳ ماده ییز پرېکړه لیک په صادریدو پای ته ورسیده؛ خو له مثبت او منفي غبرګونونو سره مخ شوه.
په منفي غبرګون کې اجرائیه رییس د مشورتي لویې جرګې پرېکړه لیک ګټور نه بولي او له یوې ترکي رسنۍ سره یې په خبرو کې څرګنده کړې، چې پر لویه جرګه ډېر مالي لګښت وشو او څو ورځي ځانګړي اقتصادي او دولتي فعالیتونه دریدلي وه؛ خو هیڅ نوې خبره او لاسته راوړنه یې نلرله.
هغه زیاته کړې؛ په کار وه، چې جرګه له طالبانو سره د سولې له هوکړې وروسته جوړه شوې وای.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ مونږ بې له قید او شرط خبرو ته تیار یو. کله، چې د سولې خبرې پیل شي، هر لوری خپل شرایط وړاندې کوي او دا خبرې اترې باید د افغانستان اکثریت وګړیو ته د منلو وي. په یقین، چې مونږ د سولې پر یوې ټولګې هوکړه کوو او د واک شریکوال یوه اړتیاده!
ځینې سیاسي ګوندونه او د ولسمشرۍ نوماندان د مشورتي لویې جرګې له پایلو سره مخالفت ښیي.
د دوی په وینا، د جرګې پایله د سولې بهیر لپاره هیڅ ګټه نلري.
د ولسمشریزو ټاکنو نوماند محمد حکیم تورسن وایي، چې دا جرګه هیڅ ګټه نلري؛ مونږ په تمه وو، چې ولسمشر به یو اړخیز اوربند اعلام کړي، خو دا کار ونشو.
د (افغانستان د اسلامي جمهوريت نظام) او د اساسي قانون ساتنه، بېړنی اوربند، د نوي مرکچي پلاوي ټاکل، د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره مهالوېش او افغانستان ته د طالبانو د سیاسي دفتر رالیږدول د مشورتي لویې جرګې مهمې پرېکړې وې.
د ولسي جرګې پخوانۍ غړې فوزیه کوفي وایي؛ په پرېکړه لیک کې څه نوي وه؟ د اساسي قانون ساتنه یې راوړې وه؛ دا ښکاره خبره ده، چې هیڅوک پرته له اساسي قانون څخه خبرې نکوي.
د یادونې ده، چې اجرائیه رییس د مشورتي لویې جرګې پرېکړه تازه لاسته راوړنه نه ګڼي؛ خو ولسمشر وایي، لدې وروسته به دغه پرېکړه لیک د سولې لپاره د افغان دولت د عمل پروګرام او سیاست وي. د واک د شریکانو تر منځ دې بېلابېلو دریځونو ته په کتو به آیا د سولې مشورتې لویې جرګې پرېکړه لیک سولې ته د رسیدو له نقشې سره مرسته وکړي او که نه؟
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه4 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ2 days ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
نړۍ4 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
لوبی5 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه4 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی2 days ago
اټکانرژۍ لوبډلې په نهمه سیالۍ کې سرخپوشانخوافي ته ۱ـ ۰ ماتې ورکړه
-
لوبی4 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
سیمه ییز خبرونه5 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ