تازه خبرونه
د سولې د خبرو اترو مشري باید افغانان ولري-هندي چارواکي
د هند د بهرنیو چارو وزارت وايي؛ هندي چارواکو له زلمي خلیل زاد سره په لیدنه کې ټینګار کړی، چې د سولې خبرې باید د افغانانو تر مالکیت او مشرۍ لاندې تر سره شي.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد یو ځل بیا د سیمې هېوادونوته پر سفر راوتلی او تېره ورځ یې د هند د بهرنیو چارو له وزیرې سره د افغانستان د سولې پر سر خبرې کړې دي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، هېواد يې د افغانانو په مشرۍ د سولې د خبرو غوښتونکی دی.
ولسي جرګه د سیمې هېوادونو ته د زلمي خلیل زاد سفر بې ځایه بولي او وایي، د حکومت له استازیو پرته د سولې هڅې بې ګټې دي.
د ولسي جرګې رییس عبدالرووف ابراهمي وایي؛ سره لدې، چې زلمي خلیل زاد د سولې په تړاو د سیمې هېوادونو ته سفرونه پيل کړي؛ خو افغانان نور لدې کوښښونو ناهیلې شوي او د حکومت له استازيو پرته دا خبرې بې ګټې دي.
په هېواد کې دننه هم باور دادی، چې لومړی باید په هېواد کې د سولې لپاره میکانیزم جوړ شي.
د نړیوالو چارو کارپوه عبدالغفار کامیاب څرګنده کړې؛ دا بې انصافي ښکاري، چې د سولې د خبرو لپاره د ګاونډ هېوادونو دروازې وټکول شي. مونږ باید په خپل کور کې د رښتینې سولې لپاره میکانیزم جوړ کړو او خنډونه له منځه یوسو.
د طالبانو پخواني چارواکي وايي؛ طالبان چمتو دي، چې له ناپېیلو عالمانو او سپین ږیرو سره خبرو ته کیني؛ خو پدې شرط ،چې لومړی بهرني ځواکونه له افغانستان حخه ووځي.
پخوانی طالب چارواکی سید اکبر آغا وایي؛ طالبان دې ته ژمن دي، چې له بې طرفه عالمانو، بې طرفه سپین ږیرو، استادانو او د هرې خوا له بې طرفه کسانو سره د افغانستان مشکل حل کړي.
د سولې عالي شورا د افغانستان په اړه د ګاونډ هېوادونو د دریځ له بدلون خبر ورکوي او مسوولین یې وایي؛ پاکستان ژمنه کړې، چې دا ځل به په ټول توان د افغانانو په مشرۍ د سولې له بهیره ملاتړ وکړي.
د سولې عالي شورا د ویاند مرستیال اسدالله زایري وایي؛ پاکستان داځل اړ دی، چې د امریکا د فشارونو، د اسلامي نړۍ د افکارو او د سیمې د غوښتنو له کبله د سولې په خبرو کې همکاري وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکایي پلاوي مشر زلمی خلیلزاد د سولې په تړاو د جنورۍ له اتمې نېټې څخه د همدې میاشتې تر ۲۱ پورې په سفر راوتلی او غواړي پر هند سربېره چین، پاکستان او افغانستان ته هم سفر ولري.
خبریال: اکبر لودین
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه4 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ2 days ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
نړۍ4 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
لوبی5 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه3 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی4 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
لوبی1 day ago
اټکانرژۍ لوبډلې په نهمه سیالۍ کې سرخپوشانخوافي ته ۱ـ ۰ ماتې ورکړه
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ