د سولې حرکت په وینو لړلی لیک د ملګرو ملتونو دفتر ته وسپاره

(Last Updated On: July 25, 2018 6:27 pm)

د هلمند د ولسي حرکت غړو په یو  لیک کې په پاکستان نیوکه کړې، په لیک کي یې خپلې وینې څڅولې او د ملګرو ملتونوسازمان ته لیږلی دی.

د دغه حرکت غړي په سپین کاغذ د خپلو وینو څڅولو هدف پاکستان د یو مضر هېواد په توګه معرفي کړی چې کلونه کیږي د افغانستان د جګړې په غځولو او د خلکو د وینو په تویولو کې لاس لري او افغانان یو پر بل وژني.

یاد حرکت د پاکستان د سفارت مخې ته خپل 13 ورځنی تحصن پای ته رسولی او د ایران د سفارت په لوروخوځیدل.

د هلمند د ولسي حرکت مشر خیبر اقبال ووېل: “په سپین لیک کې یوازی همدا یوه جمله لیکو چې ستاسو د حکومت، ستاسو د استخباراتو او ستاسو د پوځ له لاسه موږ خون الود یو، په وینو لړلي یو”

د سولي د حرکت د غړیو په باور د پاکستان له سفارت پرته نورو سفارتونو دوی ته د سولې په برخه کې د همکاریو ژمنه کړې.

له لوګر ولایت څخه عبدالغني چې له دغه حرکت سره یو ځای شوی له خپلې کورنۍ لرې د سولې په هیله له یاد حرکت سره ملګرتیا کوي.

همداراز په دې هکله د سولې د حرکت غړی محمد نیکزاد ووېل: “موږ به د ایران د سفارت په وړاندې داسې ووایو چې تاسو خو زموږ له اوبه څخه ګټه اخلي، زموږ اوبه څښي نو بیا ولې موږ وژنئ”

د سولي د ولسي حرکت غړي د ایران د سفارت په وړاندې له تحصن وروسته بلخ ولایت ته ځي او د جګړې د پای لپاره به خپل حرکت ته دوام ورکړي. له دې مخکې دغه حرکت د ملګروملتونو د سازمان، امریکا سفارت او د روسیې سفارت په وړاندې د عدالت غوښتنې غږ پورته کړی دی.

About Ariana News

Check Also

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ نیویارک ته رسیدلی

(Last Updated On: September 24, 2018 2:35 pm) ترمپ به د ملګرو ملتونو په عمومي …