Connect with us

تازه خبرونه

د سولې په اړه د ملا هبت الله د رسمي ځواب تمه لرو- د سولې عالي شورا

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د سولې عالي شورا مرستیال وایي، د ملا هبت الله په مشرۍ طالبانو تر اوسه د کابل د سولې وړاندیزونو ته رسمي ځواب نه دی ورکړی؛ خو د ملا رسول په مشرۍ طالبانو دې وړاندیزونو ته مثبت ځواب ورکړی دی.

د سولې عالي شورا مرستیال حاجي دین محمد زیاتوي، طالبانو په غیر مستقیم ډول له افغان حکومت سره خبرې رد کړي؛ خو هغوي نیوکه کړې؛ د کابل پروسې په دوه یمه ناسته کې د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي څه ونه ویل شول، چې ترې د خبرو میز ته د دې ډلې د حاضریدو مثبت څرک لګیږي.

د سولې عالي شورا د افغان حکومت د وړاندیزونو په وړاندې د طالبانو چوپتیا د افغانستان د شخړې د حل لار نه ګڼي او زیاتوي؛ د سولې توپ د طالبانو په میدان کې دی او دغه ډله، چې هر وړاندیز لري، د میز پر سر یې باید کیدي، نه د جګړې په میدان کې.

حکومت ټینګار کوي، چې د سولې له بهیر سره د طالبانو د یو ځای کیدو لپاره هیڅ وخت نه دی ټاکل شوی.

د اجرائیه رییس د ویاند مرستیال جاوید فیصل وایي، حکومت د سولې له بهیر سره د طالبانو یو ځای کیدو ته هیڅ وخت نه دی ټاکلی؛ خو ترهغې پورې، چې دغه ډله سولې ته حاضره شوې نه وي، د وسلوالو ځپل به روان وي.

دا، چې ولې طالبانو د کابل د وړاندیزونو په وړاندې د څلور ورځو پر تېریدو هم نور څه نه وایي او چوپتیا یې غوره کړې؛ د  پکتیکا پخوانی والي امین الله شارق وایي؛ تاسې ته پوره څرګنده ده، چې طالبان پر څو ډلو وېشل شوي او دا چوپتیا یې له حکومت سره د خبرو په اړه په خپلو کې یوې هوکړې ته د رسیدو لپاره غوره ګڼلې ده.

حکومت د لومړي ځل لپاره حاضر شوی، چې طالبان د یوې سیاسي ډلې په توګه وپېژني، له هغو سره په هر ځای کې له شرط پرته خبرې وکړي او ان پرې بندیزونه لیرې کړي؛ خو طالبانو په یوه غبرګون کې ټول دا وړاندیزونه دسیسه ګڼلې او د بهرنیو ځواکونو پر وتلو یې ټینګار کړی دی.

خبریال: باعث حیات

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!