د سپین بولدک په اړوند ډله ییز برید کې ۶ پولیس وژل شوي

(Last Updated On: March 08, 2018 1:52 pm)

په کندهار کې چارواکو ویلي، چې تېره شپه د سپین بولدک ولسوالۍ پرامنیه قومندانۍ په وسلوال ډله ییز برید کې د ۴ بریدګر او ۶ پولیسو وژل شوي دي.

د چارواکو په وینا؛ تېره شپه اته بجې ۴ بریدګرو، چې د پوله ساتو ځواکونو جامې یې اغوستې وې، د سپین بولدک ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ د لویې لارې د ساتونکیو  پر یوه مرکز یې برید کړی و. دغه برید نن سهار پای ته رسیدلی او سیمه د پاکولو لاندې ده.

راپورونه وایي، چې برید د څلور بریدګرو او شپږ پولیسو په وژل کیدو پای ته رسیدلی دی.

د راپورونو له مخې؛ بریدګرو د امنیه قومندانۍ په لومړۍ دروازه کې یوه موتر سایکل ته چاودنه ور کړه او بیا له پولیسو سره په جګړه کې ښکېل او څو چاودنې رامنځته شوې.

وسلوالو طالبانو د برید مسوولیت منلی او د لسګونه دولتي ځواکونو د وژلو ادعا یې کړې ده.

About Ariana News

Check Also

په ايران کې پر پوځي پريډ وسلوال بريد مرګ و ژوبله اړولې

(Last Updated On: September 22, 2018 2:28 pm) د ایران په جنوب اهواز ښار کې …