د روڼتیا په نشتوالي کې به ولسمشریزې ټاکنې کړکېچنې شي

(Last Updated On: September 21, 2019)

د ولسي جرګې ځینو غړیو ټینګار کړی، چې که ولسمشریزې ټاکنې له روڼتیا بې برخې شي؛ هیڅ نوماند به د دې بهیر پایله ونه مني.

د ولسمشریزو ټاکنو له نږدې کیدو سره د دې بهیر د تر سره کیدو په تړاو اندېښنې هم مخ پر ډېریدو دي او د ولسي جرګې ځینو غړيو ویلي، له تاکنو مخکې یوشمېر درغلي تنظیم شوي او دا به په هېواد کې ستر کړکیچ را منځته کړي.

د ولسي جرګې ځینې غړي پدې ټکي د ټینګار ترڅنګ وایي، له ټاکنو مخکې درغلیو ته زمینه برابره شوې او دا د خلکو رایو ته سپکاوی دی.

په ولسي جرګه کې د غزني استازی محمد عارف رحماني وایي؛ د هېواد وضعیت د اندېښنې وړ دی؛ ولسمشریزې ټاکنې کړکېچ ته زمینه برابروي، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیونونه باید په دې اړه قانون رعایت کړي.

د ولسي جرګې د کابل استازې مریم سما وایي؛ له ټولو نوماندانو غواړم، چې مطلق فکر کول پریږدي او د ټاکنو پایلې ومني او د خلکو پرېکړو ته درناوی وکړي. ټول رڼو ټاکنو ته اندېښمن دي.

د غزني ولایت یو بل استازي علی اکبر قاسمي څرګنده کړې؛ په ټاکنو کې مخکې له مخکې صندوقونه ډکیږي. (ګوسفندي رایې) باید د خلکو برخلیک ونه ټاکي. دا هغه اندېښنې دي، چې لاسرسی غواړي.

د ولسي جرګې لومړی مرستیال له ټاکنیزو کمیسیونونو غواړي، چې د هر راز لاسوهنو مخه ونیسي او رڼې ټاکنې تر سره کړي.

د ولسي جرګې لومړی مرستیال امیرخان یار وایي، ټاکنې د هېواد د برخلیک لپاره ډېرې اړینې دي؛ ټاکنیز کمیسیونونه یې باید رڼې او په ټول هېواد کې تر سره او د قانون له مخې په دغه بهیر کې د درغلیو او تېروتنو مخه ونیسي.

ټاکل شوې، چې د ولسمشرۍ ټاکنې د تلې پر ۶ تر سره شي؛ خو د ولسي جرګې غړي وایي،  که په دې بهیر کې شته ننګونې له منځه ولاړې نشي، ناوړه پایلې به ولري.

About Ariana News

Avatar

Check Also

د تخار ولایت د شولو په حاصلاتو کې ډېروالی راغلی

(Last Updated On: October 17, 2019)د تخار د کرنې او مالدارې ریاست ویلي؛ په تېرو …