عاجل خبرونه

د بڼوالۍ د ځنځیري ارزښتونو پراختیایي پروژه پیل شوې- درانی

(Last Updated On: June 28, 2019)

د کرنې اومالدارۍ وزارت ویلي؛ د بڼوالۍ د ځنځیري ارزښتونو پراختیایي پروژه یې پیل کړې، چې د دغې پروژې مالي لګښت یو سل و پنځوس میلیون دالرو ته رسیږي.

د هېواد لسګونه بزګر د کرنې وزارت لخوا په یو ورځني ورکشاپ کې را ټول شول، چې موخه د بڼوالۍ معیاري کیدل یادیږي.

دوۍ وايي؛ اوس هم  د کرنې په سکتورکې له شمېر داسې ستونزو سره مخ دي، چې د کرنې وزارت باید ورته لاسرسی ومومي.

د هېواد د کروندګرو استازی رحمت ګل مونږه ته اوس هم پر ټاکلي وخت اصلح شوی تخمونه او کیمیاوي سره نشو تر لاسه کولی، سړخوني، شنې خوني او تولید ته د مارکیت موندنې ستونزې مو هم ندي حل شوي د کرنې وزارت باید په دې برخه کې همکاري وکړي.

د کرنې او مالدارۍ وزیرهم تر یوه بریده د بزګرو ستونزې مني؛ خو وایي هغه څه، چې د کرنې وزارت په توان کې شته؛ کروندګرو ته سهولیتونه پراخ  شوي دي.

هغه زیاته کړې ، چې په راتلونکي کال کې به ۱۵۰۰۰ ټنه اصلح شوي تخمو نه او ۳۰۰۰۰ زره ټنه کیمیاوي سره بزګرو ته ووېشل شي.

د کرنې او مالدارۍ وزیر نصیراحمد درانی په ډاګه کړې، چې نوې پروژه به د هېواد په ټولو ولایتونو کې پیل شي او د کار زیاته برخه به يي هم د ځنځیروي باغونو او بڼونو پراختیا، د اوبو مدیریت، د سړخونو او شنوخونو جوړول د نوي پروژې بنسټیزې برخې دي، چې په راتلونکیو شپږ کلونو کې به پلي شي.  

دغه وزارت وايي، چې په روان کال کې د هېواد د غنمو په محصولاتو کې د پام وړ زیاتوالي راغلي او هڅه کوو، چې هېواد ته د کرنیزو محصولا تو واردات کم او د هېواد کرنیزو محصولاتو په صادراتو او پروسس کې له خصوصي سکتور سره پنځوس سلنه مرسته تر سره شي.  

About Ariana News

Avatar

Check Also

امریکا کولی شي په لس ورځو کې افغانستان د نړۍ له مخې لیرې کړي- ترمپ

(Last Updated On: July 23, 2019)د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره په لیدنه …